Homeخبرونهطالبانو د الاقصی جومات پر لمونځ کوونکو د اسراییلو برید وغانده

طالبانو د الاقصی جومات پر لمونځ کوونکو د اسراییلو برید وغانده

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په  یوه اعلامیه کې ویلي، چې په الاقصی جومات کي پر بې دفاع لمونځ کوونکو د اسرائیلي ځواکونو برید په کلکو ټکو غندي.

سرچینه زیاتوي، د تیري شپې د اسرائیلي ځواکونو په دې برید کې شاوخوا ۱۰۰ بیگناه فلسطینیان ټپیان شوي او ۴۰۰ نور د دوی له لوري نیول شوي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:(( د اسرائیلي ځواکونو له لوري په مظلومو فلسطینیانو دغه ډول بشر ضد کړنې او د سپیڅلو اماکنو  بې حرمتي له نړیوالو، اسلامي او انساني قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپارول، ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی.))

د طالبانو ځینو منتقدینو بیا ویلي، چې که طالبان ریښتیا د اسلامي حقونو دعوه دار وي، په خپل هېواد کې دې د ټولو اسلامي اصولو خلاف د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو او کار دروازې خلاصې او اقتصادي څرخ په تحرک راولي، چې اوج ته رسیدلی بشري او اقتصادي ناورین لږ کنټرول کړي.

2 COMMENTS

  1. البته پر مظلومو فلسطینیانو باندی د اسراېلیانو مظالم د کلکی غندنی او کرکی وړ دی.

  2. طالبان دې لومړی پر افغانانو ظلمونه ودروي بیا دې د اسرائیلو ظلمونه وغندي.
    په سپین سترګۍ سره د تش په نوم عمومي عفوې یادول او بیا د دولتي کارمندانو شکنجه کول او وژل، د خلکو آواز خپه کول، د ښځینه وو د زده کړو او کار باندې بندیزونه لګول، د ملي بیرغ، ملي سرود او ملي نښانونو سره دښمني کول، د قدرت وحشیانه انحصار او په سلګونو نور جنایات د اسرائیلو د ظلمونو څخه کم نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...