Home+د بودا مجسمو د ړنګولو ۲۲ کاله پوره شول

د بودا مجسمو د ړنګولو ۲۲ کاله پوره شول

راحت زیارمل

پوره 25 کاله وړاندې طالبانو د خپلې واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته یو نه جبرانېدونکی زیان واړاوه او هغه په بامیان کې د بودا تر ټولو د سترو او لرغونو مجسمو ړنګول وو.

شمامه او صلصال د اسلام له ظهور څخه شاوخوا ٤ پېړۍ وړاندې د بودايي دین پیروانو د بامیان ولایت په مرکز کې له غره تراشلي وو چې یو یې ٥٣ مټره او بل یې ٣٥ مټره لوړوالی درلود.

دغه لرغوني تاریخي اثار د ټانک او توپ په ګولیو نه ړنګېدل نو له پاکستانه یې ورته بارود او د ډبرو د چاودنو ماهرین راوړل او له برمه کولو وروسته یې له بارودو ډک او بیا انفجار ورکړ.

د بودا د تاریخي مجسمو د ړنګولو په ورځ د دې ډلې پخواني مشر ملاعمر ٤٠٠٠ غوایان قرباني کړل. هغه وخت د نورو هېوادونو او بنسټونو تر څنګ د اسلامي نړۍ ځينو مشهورو علماوو هم دغه کار وغانده او دا یې د تاریخي زیان تر څنګ د مذهبونو سپکاوی یاد کړ.

د بودا دغه سترې مجسمې د یونسکو له خوا د نړۍ په سترو عجایباتو کې د چین دېوال، د هند تاج محل، د برازیل مسیح، او د مصر اهرامونو تر څنګ یوه مهمه عجوبه شمېرل شوې وه.

2 COMMENTS

  1. پدی اړه طالبانو د الله له حکم څخه څرګنده سرغړونه کړیده او هغه داسی چی د الانعام سورت ۱۰۸ آیت پدی مضمون راغلۍ دۍ: ولاتسبوالذین یدعون من دون الله فیسبوالله عدوا بغیر علم کذالک زینا لکل امته عملهم ثم الی ربهم مرجعهم فینبًهم بما کانو یعملون.ط ژباړه:
    ای مسلمانانو! ښکنځل مه کوۍ هغو کسانو ته چی بی له خدای نه د نورو څیزونو لمانځنه (پرستش) بندګی کوی، دا پدی خاطر چی هغوی به د ظلم او ناپوهۍ له مخی خدای ج ته ښکنځا وکړی،پهمدی توګه سره می د هری ټولنی (امت) لپاره د هغوی اندونه د هغوی تر نظره نیک ور وستلی دی او بیا به دهمدغو ټولنو ورتګ د خدای لوری ته وی بس هغوی د دوی د عمل په پایلو باندی خبر کړۍ.
    او هغه مهال افغانستان د هند او پآکستان د نیابتی جګړی ډګر ګرځیدلۍ وو. او طالبانو بیا د پآکستان سپارښتنی لکه : د هندی ملکی الوتکی برمته او تښتول کندهار ته، د ۱۳۶۰ کال د وری میاشتی د پاکستانی ملکی الوتکی تښتول افغانستان ته( د بینظیر بوټو د ورور لخوا) په بدله کی ،د بودایی آثارو نړول او د افغانستان هندی توکمه هیواد والو ته دژیړ رنګه کالو اغوستو حبری کول د همدی نیابتی جګړی څرګندی نښی وی.

  2. دا کار د جهالت انتهی وه ، صحابه کرامو دا بوتان وران نه کړل ، یواځې د هغوی مخونه یې وتراشل او نور یې پرېښودل . د مصر مسلمانانو دا 1400 کاله د فرعونانو په لاس جوړ شوي بوتان ، اهرامونه او معبدونه وساتل ، چې هرکال په میلیونونو ګرځندویان د هغو لیدلو ته ورځي اومصریان د هغو له برکته هر کال په میلیاردونو دالر عاید ترلاسه کوي .
    د بامیانو د بودا مجسمې نه یواځې د افغانستان ملی سرمایه اود تېر کلتور یوه برخه وه ، بلکې دا په نړیوال کلتوري میراث پورې مربوط آثار ګڼل کېدل . مونږ په خپل لاس خو د پنجاب په امر دا لویه اوبېنظیره تاریخي سرمایه له لاسه ورکړه. افسوس اوسل افسوس!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...