تاند (چهارشنبې، د کب/ حوت ۲۰ مه) د پاکستان رسمي سرچینو د سېشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي د حکومت له لوري استول شوی درې کسیز پلاوی له افغانستان سره د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې اترې کوي.
ډان او څو نورو پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د نامعلومو امنیتي چارواکو په قول پرون (سېشنبه) وویل چې دا ډول ادعاوې په ټولنیزو رسنیو کې د «افغان تبلیغاتي اکاونټونو» له لوري خپرې شوې دي. د افغانستان طلوع نیوز هم د یوې نامعلومې سرچینې په حواله ورته راپور خپور کړی و.
پرون څو افغاني رسنیو د خپلو سرچینو په قول وویل چې د مولانا فضلالرحمان خلیل په مشرۍ د پاکستان یو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.
سرچینو ویلي، دغه پلاوی د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د اختلافونو د حل او د کابل او اسلامآباد ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د کمولو لارې چارې وڅېړي.
په پاکستاني پلاوي کې د مولانا فضلالرحمان خلیل تر څنګ، مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.
خو د پاکستان رسمي سرچینو ټینګار کړی چې دا راپورونه حقیقت نه لري او پاکستان کابل ته هېڅ ډول پلاوی نه دی استولی.
سرچینو زیاته کړه چې د پاکستان دریځ روښانه دی: افغان طالبان باید د «فتنه الخوارج» له ملاتړ څخه لاس واخلي او د هغوی خلاف پرېکنده اقدام وکړي.
د دوی په وینا، تر هغې پورې به له افغان طالبانو سره هېڅ خبرې ونه شي، او پاکستان به په افغانستان کې د «فتنه الخوارج» پر پټنځایونو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
«فتنه الخوارج» هغه اصطلاح ده چې د پاکستان دولت یې د ټي ټي پي لپاره کاروي.
پاکستان په داسي حال کې کابل ته د پلاوي استول ردوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې بندې دي او له پاکستانه هیڅوک د اسلام اباد له موافقې پرته کابل ته سفر نه شي کولی.
پاکستان تر دې پخوا هم له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره مذهبي مشران افغانستان ته رالیږلي دي. له همدې کبله پاکستاني رسنیو د خپل حکومت د سرچینو په قول ویلي چې د دې هیواد حکومت افغانستان ته رسماً کوم پلاوی نه دی لېږلی.
چی پاکستان له دی څخه منکر دی نو ښه به دا وی چی مېلمستېا ورته وکړۍ چای او ډوډۍ ورکړۍ او نور ېې بېرته اسلام اباد ته ولېږۍ.
دوی دی ورک شی سره د پلاوی
پاکستان ځانته فتنة الخوارج نه غواړی خو موږ ته یې را لیږلی عجبه ده. ښه مسلمان هغه دی چی څه چی ځانته نه غواړی خپل ورور ته یی هم ونه غواړی او څه چی ځانته غواړی خپل ورور ته دی هم وغواړی.