تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) رویټرز خبري اژانس د سېشنبې په ورځ (د کب/ حوت ۱۹مه) د «یوې خبرې سرچینې» په قول راپور ورکړی چې د امریکا حکومت د کانګرس کمیټو ته په یوه وړاندې شوي راپور کې ویلي دي چې د ایران پر ضد د جګړې په لومړیو دوو ورځو کې د شاوخوا ۵.۶ میلیارد ډالرو مهمات مصرف شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د امریکا د کانګرس غړي ښايي ډېر ژر اړ شي د جګړې لپاره اضافي بودجه تصویب کړي.
دوی اندېښنه څرګنده کړې چې دا جګړه ښايي د امریکا پوځي زیرمې کمې کړي، په داسې حال کې چې دفاعي صنعتونه لا له وړاندې د تقاضا په پوره کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د امریکا حکومت تر اوسه د هغې جګړې د لګښتونو رسمي او عمومي ارزونه نه ده خپره کړې چې د حوت په ۹مه یې د خپل متحد اسرائیل په ملتیا د ایران پر ضد پیل کړې ده.
د کانګرس غړو د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول دا چې دا جګړه به د امریکا د پوځ پر چمتووالي، چې د هېواد د دفاع لپاره اړین دی، څه اغېز ولري.
د کانګرس څو سلاکارانو ویلي چې تمه لري سپینه ماڼۍ ډېر ژر د دې جګړې لپاره د اضافي بودجې غوښتنه کانګرس ته وړاندې کړي.
ځینو چارواکو ویلي چې دا غوښتنه ښايي شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره وي، خو ځینو نورو ویلي چې دا اټکل ښايي د اصلي لګښت پرتله لا هم کم وي.
تراوسه ۱۴۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي
د پنتاګون په وینا، د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې چې له ایران سره جګړه پیل شوې، شاوخوا ۱۴۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
د پنتاګون ویاند سین پارنیل Sean Parnell وویل چې د ټپیانو ډېری زخمونه برسېرن دي او ۱۰۸ سرتېري بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې اته سرتېري سخت ټپیان دي او هغوی ته د لوړې کچې طبي درملنه برابره شوې ده.