Home+(د رنګ موسیقي) اثر له بحثونو څخه | لعل‌پاچا ازمون

(د رنګ موسیقي) اثر له بحثونو څخه | لعل‌پاچا ازمون

د ذهني رنګ انځوریزه موسیقي

لومړی باید ذهني رنګ وپېژنو:

ذهني رنګ ته مصنوعي رنګ هم وايي، دا هغه رنګونه دي چې له ګډولې رامنځته کېږي، (( مصنوعي یا ترکیبي هغه رنګونه دي چې هغه د انسان د ذهني او طبیعي چاپېریال ته د کتلو او تجربو له مخې رامنځته شوي وي، لکه توربخن، سپین بخن، زېړبخن، سوربخن، شین بخن یا د څیزونو په څېرو کې ځان راښيي چې د څیز بڼې ته په کتو او نسبت یې نومونه کېږي. لکه ګلابي، شېرچايي، نرګسي، نارنجي، لېمويي، طلايي، کریمي، نخودي، فولادي، خرمايي، بانجاني او…

 معصوم هوتک یې بیا په  مجرد او نسبتي نومونو یادوي.)) (ازمون، لعل پاچا. ۲۰۲۳زـ الف، ۲۲م).

په ادب کې  هغه رنګ ته وایه شي چې لیدونکی په تېره شاعر یې د تخیل او تصور له لارې انځور کړي. دغه انځورونه او د رنګ له غږ سره اړیکه د ادارک له لارې ذهني تجربه ده، دلته به د ګوته یوه بېلګه راوړو:

((زه د ماښام پر مهال يو سرای ته ننوتلم. يوه ښکلې نجلۍ، چې ډېر سپين او روڼ رنګ، تور وېښتان او سور کمیس يې درلود، کوټې ته راغله. ما هغې ته په ځير وکتل، هغه زما مخې ته په نيمه سيوري کې ولاړه وه. کله چې هغې لږ وروسته شا واړوله، ما د سپين دېوال پر مخ يو تور مخ وليد چې شاوخوا يې روښانه رڼا وه، او د هغې د جامو رنګ د ښکلي سمندري شين په څېر ښکارېده.))  (Gage, 1999, p.202)

د ګوته او جنۍ تر منځ اړیکه عیني وه، دده ادراک پر دغې عیني تجربې یا لیدلوري وروسته د تصور او تخیل له لارې تجربه ترسره کړې ده، د ګوېته په ذهن کې د جنۍ انځور نقش شوی و. ده د هغې سپین او راڼه مخ، تورو وېښتانو او سور کمیس ته په ځیر په کوټه کې کتلي وو، کله چې هغه ځي او شا را اړوي، نو طبیعي خبره ده چې د هغې مخ له دېواله اوړي، خو ګوته دلته د هغه سپین دېوال پر مخ د جنۍ نقش ګوري چې ده یې د جامو رنګ د ښکلي سمندري شین رنګ په څېر ښکارېده، دغه تجربه د ګوته وه. د ګوته ذهن دا مهال د جنۍ  او د کوټې پر دېواله د پراته راڼه او تیاره سیوري په رنګ کې ډوب دی. د جامو رنګ یې چې سور و، هغه ور ته د سمندري شین په څېر ښکاره شوی دی. دلته د تورو وېښتانو، سرو جامو، دېوال، سیوري، رڼا او تیارې وړانګې د شاعرد ذهن پر پرده یو خوځنده انځور ایستلی دی، همدا خوځنده حالت چې دده د ذهن پرده ښوروي او دده ذوق د تصور او تخیل لارې له نوی انځور سره تړي، بلې خوا ته د رنګونو تضاد په ذهن کې له ټکره نوی عیني او ذهني رنګ جوړوي، د نيلی رنګ د نارنجي، سور او شين، ژېړ او بنفش، سپین، تور او سره له تضادونو سره په ذهن کې  یو بل رنګ او منظم غږ تولیدوي، د ذهني رنګ دغه منظم غږ ادراکي موسېقي ده.

د احمد الله تکل شاعرانه ذهن د عیني او ذهني تجربې له لارې هم د رنګونو اغېز داسې موزیکاله څرګند کړی دی:

شپه او تصور

پر یوه سپینه پرده

د نجلۍ سیوری خپل کالي بدلوي

پر تورو خاورو

د وینو څاڅکي

سره خالونه ټومبي

په سرو بارخو

د اوښکو لارې بیا کوڅې جوړوي

د شنو باغونو زړه کې

تیاره

نیالګیو لره

غاښونه چیچي

د سره شفق په غېږ کې

شپه رالویېږي او بچي زېږوي

په تورو سترګو کې مې

نشه درنېږي او رنګونه اوري

سره، شنه، زرغونه

تور او سپین ګډ شي سره

په لمدو سترګو کې مې

شپه رالویېږي او بچي زېږوي

او ستوري ورو ورو

د ماښام داړو کې سا ورکوي

۱۳۶۸،۱۰،۴ )) (تکل، احمد، کرونده، ۵۰م)

دا شعر چې په لفظونو کې یوه شېبه انځوروي، رنګونه یې غږېږي، د رنګونو غږېدا یې انځور په خبرو راولي، د انځورونو او رنګونو دغه غږېدا مترنمه یا موزیکاله ده چې پر سپینه پرده د نجلۍ د سیوري رپا، کالي بدلول او بیا د نورو رنګونو خوځون او ځوږ د ذهني موسېقۍ سبب کېږي. دلته د لفظونو او کرښو  له هارمونۍ سره یوځای شوي همغږي رنګونه سترګې رڼوي او خوږوي. د لفظونو د انځورولو له دغه حرکت، خوږلنۍ او روڼوالي موسېقي زېږي. که دا شعر د امپرېسيونيزم[1] او وینیتسي [2] له لیدلوري وڅېړو، نو وینو چې شاعر د سپینې پردې، د نجلۍ سیوري، رنګونو، او تیارو–روڼو فضاوو له لارې د یوې شېبې ژور احساس، فکري انځور او عاطفي فضا را برسېره کوي.

په دې شعر کې کالي بدلول د رنګونو د بدلون، روڼتیا او تحرک استعاره ده؛ یعنې هغه بهیر چې نور رنګونه پیاوړي کوي او د رنګونو په فضا کې د هغوی نقش د شاعر د ذهني انځور په جوړښت کې روښانه کوي. همدا بدلونونه د یوې شېبې فوري اغېز، احساس او رواني حالت انځوروي.

شاعر هڅه کړې ده چې د یوې شېبې فوري احساس، رڼا، تیاره، حرکت او فضا اغېز په ازاد، چټک او سیال سبک کې وړاندې کړي، چې دا ځانګړنه د امپرېسيونيزم له بنسټیزو اصولو سره بشپړ سمون لري.

همدارنګه، شعر د وینیتسي ځانګړنې هم لري، ځکه چې په لنډو خو ژورو انځورونو کې د احساس، فضا او عاطفې یوه بشپړه صحنه را جوړوي. هره شعري ټوټه لکه یو کوچنی خو اغېزمن انځور ښکاري چې د لوستونکي په ذهن کې ژوندی تصویر زېږوي.

راځئ ددغه ازاد منظوم شعر د رنګونو موسېقۍ ته تم شو:

شپه او تصور

پر یوه سپینه پرده

د نجلۍ سیوری خپل کالي بدلوي

په دې دوه مسرو کې (سپینه پرده) او (سیوری) دوه متضاد رنګونه راښيي، یوه رڼا او بله تیاره ده. ددواړو له تضاده یوه شېبه غږېږي، دغه شېبه ذهن  بوخت ساتي او سترګې د ځان په لور اړوي، دلته غریزه ذهن ته سرور او سکون په حرکاتو کې بښي.

پر تورو خاورو

د وینو څاڅکي

سره خالونه ټومبي

په سرو بارخو

د اوښکو لارې بیا کوڅې جوړوي

د شنو باغونو زړه کې

په دې برخه کې (تورې خاورې) د غم، ویر او ولږې اخوا د شاعر په ذهن کې د زرغونولو سېمبول دی، د (وینو څاڅکي، سره خالونه، سره بارخو) هغه شاعرانه ترکیبونه دي چې په سره رنګ له بل متضاد رنګ چې هغه د اوښکو سپین رنګ دی، شنو باغونو ته لارې جوړوي، شین رنګ د آبادۍ او سوکالۍ رنګ دی. تر دې ځایه د سپین تور، سره  سپین او شنه له تضاده او ټکره یو غږ راپورته شوی. دا شعر د رنګیز موزیکال سېمبولېزم یو لوړه بېلګه ده.

تیاره

نیالګیو لره

غاښونه چیچي

د تور او شنه په تضاد کې د غاښونو چیچل :

د سره شفق په غېږ کې

شپه رالویېږي او بچي زېږوي

یو بل رنګ چې د دواړو له ترکیب او د رڼا له تتوالي رامنځته کېږي، د سکون خاتمه ده.

په تورو سترګو کې مې

تورې سترګې د خوشبختۍ، سوکاله ژوند او ښایست سېمبول دی، په دوی کې د رنګونو ( سره شنه زرغونه) له ځوږه چې له ټکره یې خوښي رامنځته کېږي، خو له تور او سپین چې رڼا او تیاره ده له ګډېدو یې پر سکون څادر غوړېږي او هر څه پوپناه کېږي. شاعر دلته په وروستیو کې خپله خبره د حس امیزۍ له مخې د رنګونو په اورېدو را ټولوي او له هغه نه یو داسې پیغام اوري چې د ( تور، شین، زرغون، سپین) متضادو رنګونو په فکري ټکر کې هر څه تتیږي، دغه هر رنګ د یوې مفکورې لپاره سېمبول دی. هر رنګ ځان ته یو غږ لري، دغه غږ د شاعر پر ذهني  دنیا سیوری غوړولی، شاعر دلته په خپل ذهن کې د هر رنګ غږ ترسیم کړی دی. ددې شعر هره کلمه ځان ته یو سېمبول دی. په رنګونو سر بېره نجلۍ، سیوری او کالي هغه تخیلي حرکتونه او سېمبولونه دي چې ژوند له یوې هیلې او امیده سره را پیلوي، خو د مفکورو په ټکر کې دا هر څه لولپه کېږي.

نشه درنېږي او رنګونه اوري

سره، شنه، زرغونه

تور او سپین ګډ شي سره

په لمدو سترګو کې مې

شپه رالویېږي او بچي زېږوي

او ستوري ورو ورو

د ماښام داړو کې سا ورکوي

  [1]  په لغوي ژبه (Impressionism) تأثر، اغېز، انګېرنه، یا فوري احساس یعنې: هغه څه چې په لومړي نظر کې پر انسان اغېز وکړي او سمدستي احساس پیدا کړي.

دا هغه هنري مکتب ګڼل کېږي چې هڅه کوي د یوې شېبې فوري احساس، رڼا او فضا اغېز په ازاد او چټک سبک انځور کړي.

[2]  وینیتسي (Vignette) لنډ، ظریف او هنري انځور، صحنه یا لیکنه چې یو کوچنی خو اغېزناک مفهوم یا احساس څرګند کړي.

په اصطلاحي ژبه وینیتسي هغه لنډه ادبي یا هنري ټوټه ده چې د یوې شېبې فضا، احساس، حالت یا صحنه په ښکلي او اغېزمن ډول وړاندې کوي.

بېلګې: په ادب کې: لنډه توصیفي کیسه یا صحنه، په انځورګرۍ کې: کوچنی هنري انځور، په فلم کې: لنډه اغېزمنه صحنه

لمر د شعور وخوت، پل یې بختور شه | لعل پاچا ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...