Homeخبرونهپاکستان له چین څخه غوښتي چې افغانستان دې د امریکا او ایران...

پاکستان له چین څخه غوښتي چې افغانستان دې د امریکا او ایران د خبرو په مهال د بې پېلوټه الوتکو بریدونه نه کوي

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۳ مه) د افغانستان واکمن رژیم په دې شرط چې پاکستان به د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه، بمبارۍ او د توپونو ډزې دروي، اسلام‌اباد ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) هېڅ ډول فعالیت د پاکستان پر ضد نه کېږي.

پاکستان اندېښنه لري چې د امریکا او ایران د خبرواترو په مهال پر اسلام اباد برید ونه شي.

د راپورونو له مخې، دا پیغام د چین له لارې پاکستان ته رسول شوی دی. یوې طالب سرچینې د چهارشنبې په ورځ ویلي چې پاکستان هم د چین له لارې طالبانو ته خبر ورکړی و چې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د اسلام‌اباد امنیت ګډوډولی شي.

په ترلاسه شوو معلوماتو کې د پاکستان امنیتي وضعیت «ډېر حساس» بلل شوی او ویل شوي چې «یوه کوچنۍ محاسبوي تېروتنه هم کولای شي سخت غبرګون را وپاروي.»

سرچینې زیاتوي، دا خبرداری وروسته له دې ورکول کېږي چې د افغانستان او پاکستان په نښتو کې افغانستان په لومړي ځل پر اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې پر پوځي مرکزونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

راپورونه وايي چې د پاکستان د غوښتنې په ځواب کې طالبانو چینايي لوري ته ډاډ ورکړی چې دا ډول فعالیتونه به نه ترسره کېږي، خو دا ژمنه یې د پاکستان د بریدونو له درولو سره تړلې ده.

په همدې حال کې، اسلام‌اباد د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو د کوربتوب لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیولي دي. له تېرو څو ورځو راهیسي یې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د عامه ترانسپورت په شمول اکثره فعالیتونه په ټپه درولي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت تر ۲۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره ګومارلي دي.

سره له دې چې ټاکل شوې وه چې د سې شنبې په ورځ د امریکا او ایران جګپوړي استازي په اسلام اباد کې سره وویني، خو خبرو ته د ایراني لوري نه حاضرېدا سبب شوې چې د دوی خبرې تر نامعلومې مودې پورې وځنډېږي. امریکا وايي چې ایران به ژر خبرو ته حاضر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...