Homeخبرونهد افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې له سریلانکا سره د سیالیو...

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې له سریلانکا سره د سیالیو لړۍ وځنډېده

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د مارچ په ۱۳مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، د سیمې د امنیتي وضعیت له امله ځنډول شوې ده.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د الوتنو محدودیتونه او نورې عملیاتي ستونزې سبب شوي چې دا سیالۍ د پلان له مخې ترسره نه شي.

متحده عربي اماراتو نن هم اعلان وکړ چې دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ته د یوې ایرانۍ بې پېلوټه الوتکې د ټوټو د غورځېدو له کبله څلور تنه ژوبل شوي دي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ سیالیو، چې ټاکل شوې وه په لومړي ځل د افغانستان په کوربه توب وشي، شپږ لوبې درلودې: درې نړیوالې شل اوریزې (T20) او درې نړیوالې یو ورځنۍ (ODI) مسابقې.

ټاکل شوې وه چې شل اوریزې لوبې د مارچ په ۱۳، ۱۵ او ۱۷مه د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي، او وروسته درې یو ورځنۍ لوبې د مارچ په ۲۰، ۲۲ او ۲۵مه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د کرکټ بورډ په وینا، د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ له موافقې وروسته د سیالیو د ترسره کېدو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی و، خو د مارچ د پیل وروستیو تحولاتو د سفر او لوژستیکي چارو په برخه کې ستونزې پیدا کړې.

بورډ زیاته کړې چې له وروستۍ پرېکړې مخکې له ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول د اماراتو کرکټ بورډ او د لوبغالو له مسوولانو سره سلا مشورې شوې وې.

په پای کې، د شرایطو د نه ښه کېدو له امله پرېکړه وشوه چې دا سیالۍ وځنډول شي.

دا پرېکړه د سریلانکا کرکټ بورډ په همغږۍ شوې او ټاکل شوې چې د سیالیو نوې نېټه وروسته اعلان شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې امارات لا هم د دې سیالیو د ترسره کېدو غوره ځای دی او ښايي د سیالیو نوې نېټه د ۲۰۲۶ کال په وروستیو درې میاشتو کې اعلان شي.

بورډ ټینګار کړی چې په مناسب وخت کې د دغو سیالیو د ترسره کېدو او له سریلانکا سره د کرکټ د همکاریو د دوام لپاره ژمن دی.

د افغانستان ټیم، د کرکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړیو په منځ کې یوازینۍ لوبډله ده چې له سترو ټیمونو سره د مسابقو خورا لږ چانس مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...