Homeخبرونهیونسیف وايي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له کبله لسګونه زره...

یونسیف وايي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له کبله لسګونه زره بې ځایه شویو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی شوی

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو د بشري مرستو د وړاندې کولو پر بهیر فشار لا ډېر کړی دی.

دې بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې په اغېزمنو ولایتونو کې شاوخوا ۱۶۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي، چې په دې کې ۳۰ زره هغه کسان هم شامل دي چې د تېر کال له زلزلو ژوندي پاتې شوي وو او اوس د دوهم ځل لپاره بې‌کوره شوي دي.

یونیسف ویلي: «په سرحدي سیمو کې ګډوډیو له مخکې څخه په کمزورو سیسټمونو باندې لا زیات فشار راوستی او په داسې وخت کې چې اړتیاوې ډېرېږي، د مرستو رسولو چاپېریال یې لا پېچلی کړی دی.»

دې ادارې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې زیانمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د زمینې برابرول خورا ضروري دي.

د راپور له مخې باید دا ډاډ ترلاسه شي چې که د کډوالو د بېرته ستنېدو کچه زیاته شي، نو ماشومان او کورنۍ وکولای شي په وخت لازم ملاتړ او لومړنيو خدمتونو ته لاسرسی ولري.

یونیسف همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د غبرګون پلان له جدي مالي کمښت سره مخامخ دی.

د بېړنۍ مرستې لپاره یونیسف له ټولو بشري شریکانو، د خصوصي سکتور، مرسته کوونکو او د ماشومانو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کړې چې د تغذیې، روغتیا، پاکو اوبو او حفظ الصحې لازم تجهیزات د عاجلو الوتنو له لارې ورسوي او له دې ادارې سره مرسته وکړي.

یونیسف زیاته کړې: «ماشومان باید په هر پړاو کې خوندي او حمایه شي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې هغوی زموږ مرستې ته تر ټولو ډېره اړتیا لري. یونیسف له خپلو شریکانو سره چمتو دی چې د ماشومانو او کورنیو ملاتړ وکړي او که اړتیا وي، خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له پیله شاوخوا ۱۵ ورځې تېرې شوې دي. د ملګروملتو په وینا، د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې په دغو نښتو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

له بلې خوا افغان او پاکستاني ځواکونو دواړو ادعا کړې چې یو بل ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولي دي. طالبانو ویلي چې ۳۲۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي، خو پاکستان ادعا کړې چې په دې نښتو کې تر ۵۸۰ ډېر افغان ځواکونه وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...