تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر، ډونالډ ترمپ ویلي چې له ایران سره روانه جګړه به «ژر پای ته ورسېږي»، ځکه د هغه په وینا « نور ډېر هدفونه نه دي پاتې چې په نخښه یې کړي.»
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د کب/ حوت ۲۰مه) له اکسیوس امریکايي ویبپاڼې سره په لنډه پنځه دقیقهيي ټلیفوني مرکه کې وویل: «یوازې ځینې کوچني هدفونه دلته او هلته پاتې دي… هر کله چې زه وغواړم دا جګړه پای ته رسېږي.»
د راپور له مخې، که څه هم ټرمپ اشاره کړې چې پوځي عملیات تر ډېره خپل هدف ته رسېدلي، خو امریکايي او اسرائيلي چارواکو ویلي چې تر اوسه د جګړې د پای ته رسېدو په اړه هېڅ رسمي داخلي امر نه دی صادر شوی.
له بلې خوا د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاڅ څو ساعته مخکې ویلي و چې پر ایران به د امریکا او اسرائیل ګډ بریدونه «تر هغه وخته دوام وکړي چې اړتیا وي». هغه ادعا کړې چې دغو بریدونو د ایران ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.
د اکسیوس د راپور له مخې، اسرائيلي او امریکايي چارواکي وايي چې لږ تر لږه د دوو نورو اوونیو لپاره د ایران په دننه کې د بریدونو پلان هم جوړ شوی دی.
په همدې منځ کې د اسراییل دفاع وزیر ایسراییل کاڅ ویلي چې تر هغو به بریدونه دوام وکړي چې ټول هدفونه پوره شوي نه وي.
داسي ښکاری چې ډونالډ ټرمپ د جګړې د ژر پای ته رسېدو او د اسراییل صدراعظم د جګړې د غځېدو غوښتونکی دی.
IRAN WANT EXTENDED WAR AGAINST ISRAEL AND USA,
BECAUSE IRAN GOT THOUSANDS MORE MISSILE AND WEAPOND LIKE DRONS FOR WAR,
ISRAIL AND USA MYBE SHORT WITH SUPPLYES FOR WAR
IRAN GOT STORAGE SINCE 30. YEARS,
IRAN CAN KEEP WAR FOR LONG TERMS
irani media and sepah pasdaran saying