عزیز خان هوتک
په وروستیو کلونو کې پاکستان له ګڼو اقتصادي، سیاسي او انرژۍ ستونزو سره مخ شوی او په سیمه ییزه کچه د یو ډول انزوا حالت ته نږدې شوی دی. په همدې دلیل اسلاماباد هڅه کوي چې د بېلابېلو لارو له لارې خپلې اړیکې له افغانستان سره نرمې او عادي کړي. د همدې هڅو په لړ کې د پاکستان له لوري دیني علما افغانستان ته د منځګړیتوب او خبرو لپاره استول کېږي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل شي.
خو افغانستان باید په دې برخه کې له احساساتو پرته، د خپلو ملي ګټو او واقعي شرایطو پر بنسټ پرېکړه وکړي. که چیرې افغانستان یوازې د پاکستان د غوښتنو او یا د پاکستاني علماوو د سپارښتنو له مخې تعامل وکړي، دا به نه یوازې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف وي، بلکې د هغو زرګونو افغانانو د قربانیو پر وړاندې به هم بېانصافي وي چې په وروستیو جګړو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
له پاکستان سره اړیکې او تعامل اصلآ د رد موضوع نه ده، ځکه چې دواړه هېوادونه ګاونډیان دي او اقتصادي، سوداګریز او ټولنیز تړاوونه لري. خو دا اړیکې باید د متقابل احترام، روښانه اصولو او عادلانه شرایطو پر بنسټ ولاړې وي. افغانستان باید په واضح ډول خپل شرطونه او غوښتنې مطرح کړي، څو اړیکې د یو طرفه فشار پر ځای د متوازن تعامل بڼه خپله کړي.
له دغو مهمو شرطونو څخه یو دا دی چې له افغان کډوالو سره باید انساني او د نړیوالو اصولو مطابق چلند وشي. په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د ځینو ادارو چلند له ستونزو خالي نه و، نو اړینه ده چې دا موضوع په جدي ډول حل شي. سربېره پر دې، پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې څخه لاس واخلي او د یوه خپلواک هېواد حاکمیت ته درناوی وکړي.
اقتصادي او سوداګریز اړخ هم د دواړو هېوادونو د اړیکو مهمه برخه جوړوي. افغانستان تمه لري چې پاکستان د ترانزیټ په برخه کې دایمي او عملي اسانتیاوې برابرې کړي، څو افغان سوداګر وکولای شي خپل توکي په اسانه ډول نړیوالو بازارونو ته ورسوي. همدارنګه د ویزو په ورکړه کې باید افغان وګړو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي او د افغان محصلینو لپاره ځانګړي تعلیمي او اداري سهولتونه رامنځته شي.
بله مهمه موضوع د بېکیفیته او غیر معیاري توکو د قاچاق مخنیوی دی. افغانستان باید خپل بازارونه د داسې توکو له داخلېدو وساتي چې د خلکو روغتیا او اقتصاد ته زیان رسوي. همدارنګه د ډیورند کرښې موضوع هم د افغانانو لپاره یو تاریخي او ملي بحث دی، چې باید د یوې فرضي او غیررسمی کرښې په توګه ورته وکتل شي.
په پایله کې ویلای شو چې افغانستان کولای شي له پاکستان سره تعامل وکړي، خو دا تعامل باید د افغان ولس د غوښتنو، ملي ګټو او عادلانه شرایطو پر بنسټ وي. که پاکستان د دغو اصولو منلو ته چمتو وي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبت او متوازن تعامل رامنځته کېدای شي. خو که دا شرایط ونه منل شي، نو د اړیکو محدودول او د فشار نورو لارو ته مخه کول هم د افغانستان لپاره یو مشروع او منطقي انتخاب ګڼل کېدای شي.