ورور یې زما ټینګ انډيوال ؤ، خو اوس په خوارۍ
مزدورۍ پسې کراچي ته تللی دی.
کور یې زموږ د دوکان په شا پوري نښتی دی.
کونډه مور یې هره ورځ د خپل یوازني مسافر زوی مینه زما په لیدلو ماتوي.
ستورۍ هر روژه مات د خوراکونو ډک پتنوس زموږ دوکان راوړي.
دا زما د مسافر انډيوال اڅک کشره خور ده.
له دې سره تنګ پنجابي کالي خورا ښه ایسي.
که څه هم دا غټه نجلۍ ده، خو کورنۍ یې د ګرانښت له امله د سر وېښتان مردانه ور جوړوي.
ستورۍ په صحت روغه ده، نو ځکه یې غوښن باړخوګان په خندا کي زړونه روي.
نن دادی د ٢٢م روژه مات اذانونه شروع سول، خو د اڅک مور لا د ستورۍ په لاس د خوراک پتنوس نه دی رالېږلی.
ټوله ورځ روژه، له اذان وروسته د خوراک انتظار او د ستورۍ ځنډېدل د صبر امتحان دی او د صبر امتحان خورا سخت وي.
ما یو غوړپ اوبه پر سر پورته کړې ، د ماښام پر لمانځه ودرېدم،خو اندېښنو مي په زړه او دماغ کي غزوني کولې، هغه د رحمان بابا یو بیت دی،چي وایي
(چي د زړه حضور یې نه وي په لمانځه کي
په کار نه دی مقتدی وي که امام.)
د لمانځه د اخري رکعت د “الهم ربنا” له پیل سره سم مي د اڅک دوی د کور د دروازي کړپ واوریدی
لا مي لاسونه دعاء ته نه وه پورته کړي، چي ستورۍ ډک پتنوس په لاس راته ودرېده.
زه، چي ور ولاړېدم او دې یو څه راته ویل په دې وخت کي ناببره شرنګ سو، د ستورۍ له لاسونو ډک پتنوس/مجمه ولوېدی او ټول خواړه د دوکان مخ ته په خاورو کي لت پت سول.
د ستورۍ د نارنجي کمیس لمن او سپین لاسونه هم د کتغ په توی سویو غوړیو ولړل سول.
کله، چي یې زما حیرانۍ ته پام سوو لاسونه یې وڅنډل او بېله څه ویلو یې کورته وځغستله
ما د دوکان مخ ته د لوېدلو غابونو او ګېلاسونو په را ټولولو ځان اخته کړ او تر سبا روژه ماته پوري په لوږه او تنده نه یم پوهېدلی.
محمدابراهیم سپېڅلی
٢٠٢٦ / مارچ/١١
المان ، بن ښار