Homeخبرونهپه تورخم کې د جګړې له کبله د م.م. د مهاجرت د...

په تورخم کې د جګړې له کبله د م.م. د مهاجرت د ترانزیت مرکز سخت زیانمن شوی

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو بریدونو په تورخم کې د دې ادارې د ترانزیت مرکز ته سخت زیان اړولی دی.

دې سازمان د خپلو کارکوونکو او بشري تاسیساتو د ساتنې غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د پاکستان په بریدونو کې په سیمه کې د افغانانو یو لوی بازار د اور خوراک شو او عامو خلکو ته یې تر ۷۰ میلیونه افغانۍ ډېر تاوان واړاوه.

په تورخم کې پرون (پنجشنبه) او وړمه شپه هم نښتې شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ک/ حوت۲۱ مه) په ایکسپاڼه کې د ویجاړ شوې ودانۍ عکسونه خپاره کړل او ویې لیکل: «بشري کارکوونکي او تاسیسات باید تل خوندي وساتل شي.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د تورخم دا ترانزیتي مرکز د هغو زیانګالو راستنېدونکو لپاره مهم مرکز و چې مرستو او ساتنې ته اړتیا لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه له دوو اوونیو زیات وخت کېږي چې روانه ده. دا نښتې د حوت په اوومه پیل شوې او تر اوسه دواړو لورو ته ګڼې مرګ ژوبلې اوښتي دي. په تېره بیا د پاکستان په بمباریو او د توپونو د ګولیو له کبله په افغانستان کې لسګونه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

ملګري ملتونه هم تاییدوي چې د پاکستان په بریدونو کې په افغانستان کې نژدې ۲۰۰ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايي چې د چین د منځګړتوب د هڅو په نتیجه کې جګړه تر پخوا سړه شوې او پاکستان هوايي بمبارۍ درولي دي خو نور راپورونه وايي چې پاکستان د تېلو د کمښت له بحران سره مخامخ شوی چې له کبله یې د هوايی بریدونو توان کم شوی دی.

سرچینې: تورخم کې د یوه مړي د اېستلو لپاره لنډمهاله اوربند شوی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...