Home+د افغانستان د “ناسم (غیر قانوني) توقیف د ملاتړکوونکي دولت” اعلان –...

د افغانستان د “ناسم (غیر قانوني) توقیف د ملاتړکوونکي دولت” اعلان – تعریف

 سیاسي اغېزې او د افغانستان د ملي ګټو له نظره تحلیل

لیکوال: محمد خالد ودرګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی اعلان چې افغانستان یې د “ناسم توقیف د ملاتړ کوونکي دولت” (State Sponsor of Wrongful Detention) په توګه یاد کړی، د افغانستان د بهرني سیاست او نړیوال موقعیت لپاره یو مهم او ډیر منفي پرمختګ بلل کېږي. دا یوازې یو سیاسي بیان نه دی، بلکې هغه پالیسي ده چې د افغانستان پر نړیوال تعامل، اقتصاد او سیاسي راتلونکې مستقیم او غیر مستقیم اغېز لرلی شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دې پرېکړې د اعلان پر مهال په خپل رسمي ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې داسې لیکلي دي:

“نن ما افغانستان د ناسم توقیف د ملاتړ کوونکي دولت په توګه نومولی دی. طالبان لا هم د پالیسۍ د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د ترهګریزو تاکتیکونو څخه کار اخلي، خو دا کار به د دې ادارې تر واک لاندې بریالی نه شي. طالبان باید ډینس کویل، محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکایان چې په ناحقه په افغانستان کې بندیان شوي، خوشې کړي.”

د امریکا د حکومت ځینې نور چارواکي هم په دې موضوع کې سخت دریځ څرګندوي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد چارو لوړپوړي سلاکار سباستین ګورکا په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته په خطاب کې لیکلي:

طالبانو ته پیغام: تاسو ته اخطار درکړل شوی دی.”

دا ډول څرګندونې ښيي چې د واشنګټن په دننه کې د طالبانو پر وړاندې د فشار د زیاتولو ملاتړ مخ په زیاتېدو دی او داسې دریځونه باید سطحي ونکتل شی.

د دې موضوع د ښه درک لپاره باید څو اساسي پوښتنو ته ځواب وویل شي:

  • دا اصطلاح څه معنی لري؟
  • ولې افغانستان په دې نوملړ کې شامل شو؟
  • د طالبانو د حکومت لپاره یې څه پایلې دي؟
  • دا وضعیت د افغان خلکو لپاره څه معنا لري؟
  • او د افغانستان د ملي ګټو له نظره راتلونکی مسیر څه باید وي؟

دا تحلیل هڅه کوي موضوع د یو بې طرفه افغان تحلیلګر له لیدلوري تشریح کړي. هدف د کومې ډلې ملاتړ نه دی، بلکې دا ده چې د افغانستان د خلکو او ملي ګټو له نظره واقعیتونه بیان شي.

د “ناسم توقیف د ملاتړ کوونکي دولت” اصطلاح څه معنی لري؟

د “ناسم توقیف د ملاتړ کوونکي دولت” اصطلاح د امریکا د حکومت له خوا په ۲۰۲۵ م کال کې د دونالد ټرمپ ادارې لخوا تازه رامنځته شوې ده. دا اصطلاح هغو حکومتونو ته کارول کېږي چې:

  • بهرني اتباع پرته له محکمې یا غیر قانونی ونیسي
  • هغوی ته عادلانه قانوني پروسه ورنه کړي
  • او وروسته یې د سیاسي فشار یا مذاکراتو ابزارو په حیث وکاروي

په نړیوال سیاست کې دې عمل ته اکثره “hostage diplomacy” یا د یرغمل سیاست ویل کېږي.

کله چې یو هېواد په دې نوملړ کې شامل شي، امریکا کولی شي څو ډول فشارونه عملي کړي:

  • اقتصادي بندیزونه
  • د ویزو محدودیتونه
  • د سفر محدودیتونه
  • د بشری مرستو محدودیتونه
  • ډیپلوماټیک فشار

دا نوملړ د “ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي دولت” له نوملړ څخه جلا دی، خو بیا هم د نړیوال سیاست په کچه یو جدي سیاسي پیغام ګڼل کېږي. اګر چه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو په خپل رسمی بیان کې (ترهګړی تکتیکونه) ذکر کړی چې اوسنی واکمنانو ته یو جدی ګواښ ګنل کیږی.

ولې افغانستان په دې نوملړ کې شامل شو؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړي ډول د دوو قضیو یادونه کړې ده.

ډینس کویل (Dennis Coyle)

ډینس کویل یو امریکایي وګړی دی چې د راپورونو له مخې افغانستان ته د سفر پر مهال نیول شوی. د امریکا حکومت وایي چې د هغه د توقیف قانوني اساس واضح نه دی او هغه عادلانه قضایي پروسه نه ده ترلاسه کړې.

محمود شاه حبیبي

محمود شاه حبیبي یو افغان الاصله امریکایي وګړی دی چې مخکې یې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې سره کار کړی و. هغه په کابل کې ورک شوی او د امریکا د حکومت په باور د طالبانو د استخباراتي ادارې له خوا نیول شوی.

واشنګټن د هغه د موندلو لپاره حتی د میلیونونو ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د امریکا د ارزونې له مخې، دا ډول قضیې ښيي چې بهرني اتباع د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي.

د طالبانو د حکومت لپاره پایلې

طالبان له ۲۰۲۱ وروسته هڅه کوي چې د نړیوالو هېوادونو سره تعامل زیات کړي او په تدریجي ډول نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. خو دا اعلان د هغوی لپاره څو مهمې ستونزې رامنځته کوي.

۱. د نړیوال مشروعیت ستونزه

طالبان تر اوسه د نړۍ له خوا په رسمي ډول نه دي پېژندل شوي. د دې لپاره څو اساسي دلیلونه شته:

  • د ښځو پر تعلیم او کار محدودیتونه
  • د بشري حقونو په اړه نړیوالې اندېښنې
  • د سیاسي مشارکت نشتوالی
  • د قدرت انحصار یوازې د یوې محدودې ډلې په لاس کې

نړیواله ټولنه باور لري چې په افغانستان کې سیاسي ټول شموله نظام نشته.

۲. د اسلام د سخت او محدود تفسیر ستونزه

طالبان د اسلام داسې سخت او محدود تفسیر تطبیقوي چې نه یواځې د افغانستان د ټولنې د ډېرو برخو له کلتوري او ټولنیزو واقعیتونو سره په ټکر کې دی بلکه د اسلام د صریحو احکامو سره هم په مخالفت کې راځي.

د ښځو د تعلیم بندیزونه، د ښځو د کار محدودیتونه او ټولنیزې بندیزونه د دې سیاست تر ټولو ښکاره بېلګې دي.

دا موضوع د نړیوالې ټولنې لپاره د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو لوی خنډ ګرځېدلی.

۳. د سیاسي انحصار ستونزه

اوسنی نظام په عملي ډول یوازې د یوې محدودې طالبانو ډلې له خوا اداره کېږي. د افغانستان نور جریانونه، قومي استازي، ملی شخصیتونه او مدني ځواکونه په تصمیم نیولو کې ونډه نه لري.

دا وضعیت د داخلي مشروعیت ستونزه هم رامنځته کوي.

د افغانانو لپاره اغېزه

د دې ډول سیاسي کړکېچونو اصلي زیان د افغانانو پر ژوند راځي.

اقتصادي اغېز

کله چې یو هېواد له نړیوالو اړیکو څخه لرې شي:

  • پانګونه کمېږي
  • سوداګري محدودېږي
  • بانکداري ستونزمنه کېږي
  • خیریه موسسو لپاره فعالیت زمینه محدودیږي

په پای کې د بې وزلۍ کچه لوړېږي، خلک وزګاره کیږی او د لوږې، فقر او روغتیایی کرکیجن حالت منځ ته راځي.

نړیوال انزوا

افغانستان فعلا هم له سخت سیاسي او اقتصادي بحران او انزوا سره مخ دی. که نړیوال فشار زیات شي، د اقتصادي پرمختګ امکانات نور هم محدودېږي.

سیمه ییز وضعیت او د پاکستان فکتور

په داسې حال کې چې افغانستان له نړیوال انزوا سره مخ دی، سیمه ییز امنیتي ستونزې هم زیاتې شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره پرله پسې هوايي بریدونه شوي دي.

دا یو مهم واقعیت څرګندوي:

افغانستان په داسې وضعیت کې دی چې نړیوال متحدین ته اړتیا لري لا نور هم انزوا ته ټیل وهل کیږي. خو کله چې یو حکومت نړیوال مشروعیت ونه لري او له نړیوالې ټولنې سره اړیکې خرابې وي، نو هېواد په سیمه ییزو سیالیو کې کمزوری کېږي. په عملي ډول دا حالت پاکستان ته یو سیاسي او ستراتیژیک برتری ورکوي.

د طالبانو مسؤلیت

د افغانستان اوسنی وضعیت یوازې د نړیوال سیاست نتیجه نه ده. د طالبانو پر حکومت هم یو لوی مسؤلیت پروت دی.

هغه سیاسي پریکړې چې له ۲۰۲۱ وروسته شوې دي، په ځانګړي ډول د ښځو پر تعلیم بندیزونه، د سیاسي مشارکت محدودول، د خلکو بشری حقوق تر پښو لاندې کول او د نړیوالو اندېښنو نادیده نیول، د دې لامل شوي چې افغانستان نور هم منزوي شي. که افغانستان د دې سیاستونو له امله له نورو ستونزو سره مخ شي، د هغې مسؤلیت به یوازې د نړیوالو پر غاړه نه وي.

د افغانستان د ملي ګټو له نظره څه مهم دي؟

د یو افغان تحلیلګر په توګه باید څو مهم واقعیتونه روښانه شي.

۱. د نړیوال تعامل اړتیا

افغانستان یو ډیر غریب او په پردیو مرستو متکي هېواد دی او د اقتصادي پرمختګ لپاره نړیوال تعامل ته اړتیا لري. دوامداره انزوا د هېواد په ګټه نه ده او ولس لا نور هم غربت او فقر خواته بیایی.

۲. د سیاسي مشارکت اړتیا

په افغانستان کې داسې نظام ته اړتیا ده چې د ټولنې مختلفې ډلې پکې ځان وویني. سیاسي انحصار تل اوږدمهاله ثبات ته زیان رسوي.

۳. د ښځو د تعلیم او کار مسئله

د ښځو تعلیم او کار نه یوازې د بشري حقونو مسئله ده، بلکې د اقتصاد مسئله هم ده. یو هېواد نشي کولی نیم نفوس له اقتصادي ژوند څخه بهر وساتي او بیا د پرمختګ تمه وکړي.

۴. د قانون حاکمیت

شفاف او عادلانه قضایي نظام د نړیوال اعتماد د ترلاسه کولو لپاره ضروري دی.

پایله

د افغانستان د “ناسم توقیف د ملاتړ کوونکي دولت” اعلان د امریکا له لوري یو سیاسي فشار دی چې د څو مشخصو قضیو له امله رامنځته شوی. د ډینس کویل او محمود شاه حبیبي قضیې د دې پرېکړې مهم دلیلونه بلل کېږي. خو حقیقت دا دی چې د دې اعلان تر شا ستونزه یوازې د څو بندیانو موضوع نه ده. اصلي ستونزه د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان د سیاسي نظام هغه جامد او تړلی حالت دی چې د نړیوالې ټولنې سره د اعتماد فضا نه ده رامنځته کړې. نړیوال انزوا، د واک انحصار، د ښځو پر تعلیم او کار محدودیتونه، د بشري حقونو اندېښنې او د سیاسي مشارکت نشتوالی هغه عوامل دي چې افغانستان یې د نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو څخه لرې ساتلی دی.

افغانستان نن د خپل معاصر تاریخ له یوه حساس او خطرناک پړاو سره مخ دی. اقتصاد کمزوری دی، د خلکو د ژوند شرایط سخت دي، میلیونونه افغانان له بېوزلۍ سره مخ دي او هر کال زرګونه کسان د کار، امنیت او راتلونکې د نشتوالي له امله خپل هېواد پرېږدي. په داسې حالت کې که افغانستان نور هم نړیوال انزوا ته لاړ شي، نو دا به د اقتصادي بحران، بېکارۍ او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو سبب شي.

له بلې خوا سیمه ییز وضعیت هم د افغانستان لپاره پیچلی شوی دی. په داسې وخت کې چې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره بریدونه کېږي او امنیتي فشارونه زیات شوي، افغانستان په طبیعي ډول اړتیا لري چې نړیوال متحدین او سیاسي ملاتړ ولري. خو که هېواد نړیوال مشروعیت ونه لري او له نړۍ سره اړیکې محدودې وي، نو دا وضعیت افغانستان په سیمه ییزو سیالیو کې کمزوری کوي او نورو هېوادونو ته ستراتیژیک برتری ورکوي.

له همدې امله باید دا حقیقت په روښانه ډول وویل شي چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوازې د نړیوالو سیاستونو پایله نه ده. د هغو پالیسیو او تصمیمونو مسؤلیت هم شته چې د هېواد دننه نیول شوي دي. هغه سیاسي محدودیتونه چې د طالبانو له لوري لګول شوي، لکه د ښځو پر تعلیم بندیزونه، د سیاسي مشارکت نشتوالی او د واک تمرکز یوازې په یوه محدود کړۍ کې، د افغانستان د نړیوال انزوا او داخلي بې باورۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

په پای کې د افغانستان د ملي ګټو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا دا ده چې هېواد له نړیوال انزوا څخه ووځي، له نړۍ سره متوازن تعامل رامنځته کړي، اقتصادي ثبات ومومي او داسې سیاسي چاپېریال رامنځته شي چې ټول افغانان، د قوم، فکر او جنسیت له توپیر پرته، ځان پکې شریک احساس کړي. یوازې هغه نظام چې د ټولنې د ټولو قشرونو استازیتوب وکړي، کولی شي د افغانستان اوږدمهاله ثبات تضمین کړي.

د افغانانو اصلي هیله باید دا وي چې داسې شرایط رامنځته شي چې هیڅ افغان د فقر، ناامنۍ یا سیاسي محدودیتونو له امله مجبور نه شي چې خپله خاوره پرېږدي. د افغانستان راتلونکی هغه وخت روښانه کېدای شي چې ملي ګټې، د خلکو هوساینه او نړیوال تعامل د هرې سیاسي پرېکړې په مرکز کې ودرول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...