تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له امله د نړۍ د تېلو د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره به د خپلو غړو هېوادونو له ستراتیژیکو زېرمو څخه ۴۰۰ میلیون بېرله تېل ازاد کړي.
دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۲۰مه اعلان شوه او دا د دې پاریس مېشتې ادارې په تاریخ کې په خپل ډول کې تر ټولو ستر اقدام بلل کېږي.
دې ادارې ویلي چې دا پرېکړه د خپلو ۳۲ غړو هېوادونو په ګډه مشوره کړې ده او د عملي کېدو دقیق وخت به ژر اعلان شي.
د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر فاتح بیرول، د دې پرېکړې په اړه وویل:
«هغه ستونزې چې اوس د تېلو په بازار کې ورسره مخ یو، د کچې له پلوه بېسارې دي. له همدې امله زه خوښ یم چې د ادارې د غړو هېوادونو د بېړني او ګډ اقدام له لارې په بېساري کچه دې ننګونو ته ځواب ورکړو.»
دا اندازه د تېلو تر هغو زېرمو هم زیاته ده چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال د اوکراین پر وړاندې د روسیې له برید وروسته ازاد شوي وو. په هغه وخت کې د انرژۍ نړیوالې ادارې د خپلو غړو هېوادونو له زېرمو څخه شاوخوا ۱۸۲ میلیون بېرله تېل ازاد کړي وو.
ایران تر پخوا زیات تېل صادروي
بلخوا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې ایران اوس د جګړې تر پیل مخکې وخت پرتله زیات تېل د هرمز تنګي له لارې صادروي.
دا موضوع ښيي چې ایران لا هم پر دې مهمې سمندري لارې کنټرول لري، په داسې حال کې چې ویل کېږي دا لار یې د سیمې د نورو تېل تولیدوونکو هېوادونو پر مخ محدوده کړې ده.
د تېلو د ټانکرو د څار شرکت کپلر د معلوماتو له مخې، ایران د تېلو صادرات په عادي ډول روان ساتلي دي؛ هغه څه چې د امریکا او اسرائیل د سختو بریدونو په شرایطو کې د تهران لپاره یو مهم مالي ملاتړ بلل کېږي.