Homeخبرونهد ایټالیا او هسپانیا مشرانو پر ایران د امریکا او اسراییل له...

د ایټالیا او هسپانیا مشرانو پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو سره مخالفت وکړ

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني د امریکا او اسراییل له لوري د ایران پر ضد جګړه د نړیوالو قوانینو له چوکاټ څخه بهر د «پراخېدونکو او خطرناکو» مداخلو یوه برخه وبلله. خو په عین حال کې یې د ایران لاس ته د اتومي وسلېله لوېدو سره مخالفت وکړ.

هغې د چهارشنبې په ورځ (د حوت ۲۰مه) د ایټالیا پارلمان ته په وینا کې اعلان وکړ چې هیواد یې خلیج هېوادونو ته د هوايي دفاع تجهیزاتو د لېږلو پرېکړه کړې ده.

د هغې په وینا: «موږ نه شو زغملای چې د آیت‌الله‌ګانو رژیم اتومي وسلې ولري، په ځانګړي ډول که دا وړتیا د داسې توغندیو له امکاناتو سره یوځای شي چې ښايي ژر وکولای شي ایټالیا او اروپا په مستقیم ډول وولي.»

ملوني پر اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې وویل چې نړۍ له یوه ژور نړیوال کړکېچ سره مخامخ ده، او په داسې حالت کې باید د امریکا او اسرائیل مداخله د همدې پراخ نړیوال وضعیت په چوکاټ کې وارزول شي.

هغې همدارنګه اعلان وکړ چې ایټالیا د خلیج هیوادونو ته د هوايي دفاع وسایل ورکوي، څو د تهران د احتمالي بریدونو پر وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي.

د هغې په وینا دا ګام یوازې د دې لپاره نه دی چې دا هېوادونه د ایټالیا ستراتیژیک شریکان دي، بلکې ځکه هم چې لسګونه زره ایټالیايي اتباع په دې سیمه کې ژوند کوي او باید خوندي وساتل شي.

ملوني وویل چې شاوخوا دوه زره ایټالیايي سرتېري دا مهال د خلیج په سیمه کې مېشت دي.

ایران په تېرو ۱۲ ورځو کې په سعودي عربستان، قطر، بحرین او متحده عربي اماراتو کې پر امریکايي اډو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.

له بلې خوا، هسپانیا صدراعظم د جرمني پر صدراعظم فدریخ مرڅ د هغه د دریځ په خاطر سخت انتقاد وکړ او هغه یې د ډونالډ ټرمپ «لاسپوڅی» وباله.

د هسپانیا د صدراعظم مرستیالې په یوه مرکه کې ویلي چې د جرمني صدراعظم مرڅ د اروپایي اتحادیې له هغو مشرانو څخه دی چې د اوسني تاریخي حالت د مدیریت لپاره هېڅ روښانه نظر نه لري.

هغې ټینګار وکړ: «اروپا نن داسې رهبري ته اړتیا لري چې پرېکړه وکړي، نه هغو کسانو ته چې د ټرمپ ستاینه وکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...