پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+هاشم میوندوال په دې ورځ زېږېدلی

هاشم میوندوال په دې ورځ زېږېدلی

تاند- له نن څخه ۱۰۳ کاله پخوا د ۱۹۲۱ د مارچ په ۱۲ مه محمد هاشم میوندوال زېږېدلی دی. په لومړیو کې یې تخلص پردېس و. میوندوال په خټه تره کی او د غزني د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکی و.

میوندوال په مقر کې له ابتدايي زده کړو وروسته په غازي او حبیبیه لېسو کې نورې زده کړې کړي دي. له دوولسم څخه تر فارغېدو وروسته یې په ۱۳۳۱ کې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې کار پیل کړ او ډېر وخت نه و تېر چې د انیس حریدې مسوول وګومارل شو. په ۱۹۴۵ م کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د دایرة المعارف ادارې عمومي رييس وټاکل شو. په هماغه کال یې ترفیع وکړه او د مطبوعاتو د مستقل ریاست، چې وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت بدل شو، د مرستیال په توګه مقرر شو. ډیره موده لا نه وه تېره چې د اعلحضرت ظاهرشاه مطبوعاتي سلاکار شو او یو کال وروسته د مطبوعاتو مستقل رییس شو.

له دې وروسته په بهرنیو چارو وزارت کې سیاسي مرستیال او بیا په پاکستان کې د افغانستان سفیر او ځانګړی استازی وټاکل شو. میوندوال وروسته په لندن کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده لرله او همداراز یوه موده په امریکا کې د افغانستان د دولت فوق العاده استازی شو خو بیرته پاکستان ته ولیږل شو او د افغانستان د ځانګړي استازي دنده وروسپارل شوه.

په ۱۹۶۴ کې د ډاکتر محمدیوسف په صدارت کې د مطبوعاتو وزیر وګومارل شو. خو کله چې په ۱۹۶۵ کې محمد یوسف له صدارته استعفا ورکړه، میوندوال ته د ۱۳۴۴ د عقرب یا لړم په اوومه د کابینې جوړولو بلنه ورکړل شوه.

محمدهاشم میوندال د ۱۹۶۵ کال د نوومبر په ۲ مه  د افغانستان صدراعظم وټاکل شو. میوندوال د افغانستان لومړنی صدراعظم و چې پښتو وینا یې وکړه. ده به نیمې خبرې پښتو او نیمې دري کولې.

میوندوال د صدراعظم په توګه متحدو ایالتونو ته د سفر په مهال د امریکا د هماغه مهال ولسمشر ته وویل چې، سره لهدې چې افغانستان د شوروي اتحاد ګاونډی دی، خو بې طرفه هیواد دی او بې پرې پالیسۍ ته دوام ورکوي.

د میوندوال د صدرارت دورې ډیر دوام ونه کړ. ده د ۱۹۶۷ په اکتوبر کې له صدارته استعفا ورکړه او د درملنې لپاره له هیواده بهر ته لاړ. په ۱۹۶۹ کې یې د ملي شورا د ولسي جرګې د دیارلسمې دورې په انتخاباتو کې ځان کاندید کړ خو بریالی نه شو.

میوندوال د ۱۹۶۶ په اګست کې د مساوات سوسیال دیموکرات ګوند تاسیس کړ. د دغه ګوند تګلاره مشروطه شاهي، سوسیال دیموکراسي، ملتپالنه او ولسواکي وه. میوندوال د شاهي حکومت د پاتې کېدو او صدراعظم ته د اجرايي چارو د سپارل کېدو پلوی و.

سره له دې چې میوندوال ترقي غوښتونکی و خو د خلق او پرچم ډلو میوندوال د خپلې لارې خنډ باله او له همدې کبله د محمدداودخان له کودتا وروسته د پرچم ډلې میوندوال ته دسیسه جوړه او د ۱۹۷۳ د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې تر شکنجې لاندې وواژه. د مرګ په مهال میوندوال ۵۲ کلن و.

 چپیانو میوندوال ته د کمونیست ضد عنصر په سترګه کتل او هغه یې د خپلې ایډیالوژۍ په لاره کې خنډ ګاڼه. ویل کېږي چې د میوندوال د کودتا د ادعا خبر د داوود خان او د هغه د ورور محمد نعیم خان په شمول ډیر کسان حیرانه کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب