Homeخبرونهاقتصادي خبرونهفون‌دیرلاین: د منځني ختیځ جګړې تر اوسه اروپایانو ته درې میلیارده یورو...

فون‌دیرلاین: د منځني ختیځ جګړې تر اوسه اروپایانو ته درې میلیارده یورو تاوان اړولی

تاند ( پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د اروپايي کمیسیون مشرې ویلي چې د امریکا او اسراییل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له پیل راهیسې، چې اوس یې ۱۳ ورځې تېرې شوې دي، د اروپايي مصرفوونکو پر اوږو شاوخوا درې میلیارده یورو اضافي لګښت تپل شوی دی.

اورزلا فون‌دیرلاین د چهارشنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۲۰مه، د فرانسې په ستراسبورګ ښار اروپايي پارلمان ته وویل:
«د دې جګړې له پیل راهیسې د ګاز بیه ۵۰ سلنه او د تېلو بیه ۲۷ سلنه لوړه شوې ده.»

هغې زیاته کړه:
«که دا په یورو حساب کړو، یوازې د جګړې په لسو ورځو کې د فوسیلي سون توکو د وارداتو لپاره پر اروپايي مالیه ورکوونکو درې میلیارده یورو (۳.۵ میلیارده ډالر) اضافي لګښت راغلی دی.»

فون‌دیرلاین وویل چې اروپايي کمیسیون د انرژۍ د بیلونو د لګښت د کمولو لپاره نور اقدامات هم ارزوي، چې پکې د ګاز د بیې لپاره د حد ټاکل هم شامل دي.

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل وروسته د انرژۍ بیې په اروپايي ټولنه کې سختې لوړې شوې وې. اوس له ایران سره د جګړې له امله، دا په څو وروستیو کلونو کې دوهم ځل دی چې د نړیوالو شخړو له امله په اروپا کې د انرژۍ بیې په چټک ډول لوړېږي.

د اروپايي کمیسیون مشرې ټینګار وکړ چې د فوسیلي سون توکو د عرضه کوونکو د متنوع کولو لپاره وروستیو هڅو تر یوه حده د منځني ختیځ د جګړې اغېزې کمې کړې دي.

خو هغې وویل:
«دا په دې معنا نه ده چې موږ د بیو د ناڅاپي لوړېدو پر وړاندې خوندي یو. د انرژۍ بازارونه نړیوال دي.»

هغې زیاته کړه:
«هر څه چې وکړو، تر هغه چې د فوسیلي سون توکو یوه مهمه برخه له بې‌ثباته سیمو څخه واردوو، موږ به لا هم زیان‌من او پر نورو متکي پاتې شو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...