ډاکتر ش میرهکی
دا واضح ده چې په روژه کې د ژوند کولو سبک بدلېږي، د غذا خوړلو او خوب وختونه هم ورسره تغییر کوي.
د شکرې ناروغان د روژې او هایپوګلیسیمیا (د وینې ټیټ شکر) ترمنځ د اړیکو له امله، د شکر ناروغۍ خلک د ډیروزیان منونکو ډلو څخه دي. په هرصورت، څیړنې ښودلې چې د شکر ناروغۍ ناروغان کولی شي د لومړني تغذیې او دډاکټرانو سپارښتنو سره روژه ونیسي او د دوی په ناروغۍ مثبت اغیزه ولري. مګر د شکرې ځینې ناروغان انسولین تهاړتیا لري او د ډاکټر له اجازې پرته روژه نشي نیولی. ډاکټر تاسو سره مرسته کوي پرته له کومې ستونزې روژه ونیسئد کارول شوي درملو دوز تنظیمولو او د خواړو ټاکلو سره.
سر دردي، د معدې مشکلات , بې خوبي، بې حالي او د بدن لږ فعالیت هغه موارد دي چې روژهنیونکي ورسره د روژېپه میاشت کې مخ کېږي. موږ کولای شو داسې ستونزې درک او حللارې ورته وګورو.
د روژې سردردي
د روژې په میاشت کې ډېری اشخاص د سردردي او یا هم میګرین باندې اخته کېږي. دا کېدای شي بېلابېل عواملولري، لکه ولږه، بې خوبي، د وینې لوړ فشار، سګریت څکول، د قهوې زیات څښل او په بدن کې د معایاتو کمښت.
په روژه کې د سردردۍ د مخنیوي لپاره ښه ده د تورو چایو پرځای شین چای ډېر وڅښئ او هڅه وکړئ د ماښامه ترپیشلمي څو ګیلاسه وڅښئ.
همدارنګه د لمر له وړانګو څخه ځان وساتئ، هغوی چې سګریت څکوي، نو دا يې د پرېښودلو ښه میاشت ده، بایدپرېږدي.
په روژه او نورمال وخت کې مو دا خواړه د زړه په ناروغیو اخته کوي
له مایعاتو ډېره استفاده وکړئ او ترڅنګ يې هغه غذايي مواد وخورئ چې، کاربوهایدریت ولري څو بدن مو انرژيولري او له دې سره، سره هڅه وکړئ چې، په پېشلمې کې له ۳۰ تر ۵۰ ګرامو غوښه هم وخورئ، نو له سر دردۍ بهژغورل شوي یاست.
په روژه کې خوب
په روژه کې د نورو مواردو سربېره د خوب مهالوېش هم تغییر کوي. خوب که نامنظم شي او بې خوبې رامنځتهشي، لږ خوب د بې حالۍ او خستګۍ سبب ګرځي او دا چاره مو د سردردي لامل هم کېږي.
د دې ښه حل لاره همدا ده چې د شپې لخوا وختي ویده شئ، څو پیشلمي ته وخته راپاڅېږئ، همدارنګه له پېشلميڅخه وروسته ژر مه ویده کېږئ دا چاره مو د بدهضمۍ سبب ګرځي او دا مو د خوب کیفیت خرابوي.
د پیشلمي وروسته هڅه وکړئ خپل کارونه او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړئ او په ارامه فکر مو خوب ځایته ورشئ.
روژه او ورزش
ډېري په دې عقیده دي چې د روژې
هڅه وکړئ لکه د نورو ورځو په شا
ارامه منډه، پیاده مزل او د بدن
هغوی چې د روژۍ په میاشت کې سپو
په روژه کې د معدې او پښتورګو
د معدې درد او د پښتورګو ناروغي
نامنظم خوراک او له خوراک څخه و
د معدې د درد د مخنیوي لپاره ښه
د پښتورګو د ستونزو د مخنیوي لپ