تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۲۱مه) پاکستان او په افغانستان کې واکمن حکومت په تورخم کې پرلنډمهالي اوربند موافقه کړې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه اوربند د تورخم د فرضي کرښې دروازې سته نژدې د یوه مړي د ایستلو لپاره شوی دی.
د ځایي سرچینو د معلوماتو پر اساس، دغه مړی یوې قومي جرګې له سیمې وایست او د هویت په اړه یې معلومات لا نه دي خپاره شوي.
دا جسد له تېرو دوو اونیو راهیسې د تورخم په دروازه کې په صفري نقطه کې پروت و.
د جسد په اړه معلومات نه دي خپاره شوي خو، تر دې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو د دې جسد له لرې اخیستل شوی یو تصویر خپرېده چې د خلکو په وینا د پاکستان د سرحدي ملېشو جسد دی او د جګړې پرمهال لګېدلی او مړ شوی دی.
رسمي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا اوربند داسې مهال کېږي چې، له تېرو کابو درېیو اونیو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده او جګړه وروسته له هغې پيل شوه کله چې، پاکستان پر افغان ملکیانو هوایي یرغل وکړ او ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
بل لورته بیا پاکستاني سرچینو رسنیو ته ویلي چې،د چین د منځګړیتوب هڅو، چې د ولسمشر شي جینپینګ پیغام هم پکې شامل و، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې په کمولو کې مرسته کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر ټولو عاجل کار دا دی چې جګړه پراخه نه شي او دواړه هېوادونه خبرو ته کېني.
خوست کې د پاکستان په تازه بریدونو کې ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې