تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۲۱مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې د پاکستان پوځ د خوست د علیشېرو – تریزو ولسوالۍ اړوند سیمو کې د ملکي کسانو پر کورونو او د کوچیانو پر خېمو د هاوان او توپونو بریدونه کړي.
فطرت ویلي، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د فطرت په خبره؛ په وژل شويو کې یوه ښځه، یو نارینه او دوه ماشومان شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند وايي، چې د پاکستان لهخوا د کونړ په منورې ولسوالۍ کې ۳۲، د سرکاڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۱۰، ناړۍ ولسوالۍ کې ۶۵ او د خاص کونړ ولسوالۍ پر بېلابېلو کلیو ۱۴ توپونه، مرمۍ او توغندي لګېدلي دي.
د هغه په خبره؛ په دغه بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی خو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
دا بریدونه په داسې مهال کېږي چې، هم مهاله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې او له تېرو څو اونیو راهیسې نښتې روانې دي.