د انسان په تاریخ کې د نوي کال پیل تل له نیکمرغۍ، هیلې او ذهني ارامتیا سره تړلی بلل شوی دی. ولسونه باور لري چې که کال په خوښۍ، سولې او ثبات پیل شي، نو پاتې ورځې به یې هم د امید او پرمختګ نښې ولري. برعکس، کله چې د نوي کال لومړۍ ورځې په جګړو، ناندریو، شخړو، تورونو او انساني فاجعو پیل شي، دا یو ناوړه نښه ګڼل کېږي او ښيي چې ټول کال به له بېثباتۍ او کړکېچ سره مخ وي.
له بده مرغه، ۲۰۲۶ کال هم د داسې یوې درنې فضا سره پیل شو. د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې روانې جګړې، سیاسي شخړې، قومي او مذهبي تاوتریخوالی، او د بېګناه انسانانو د وینې تویېدل ښيي چې روان کال به د سولې پر ځای له بحرانونو ډک وي. دا وضعیت انسان دې پوښتنې ته اړ باسي چې ایا نړۍ د حل پر لور روانه ده، که د لا ژورو ناورینونو او بېوزلۍ پر لور؟
زما په اند، روان وضعیت ناڅاپي نه دی، بلکې د ځواکمنو هېوادونو او سترو اقتصادي کړیو د ګټو له لوبې سره مستقیم تړاو لري. تاریخ شاهد دی چې ځینې ځواکونه تل خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې د جګړو، بېثباتۍ او د کمزورو هېوادونو د ځپلو له لارې ترلاسه کړې دي. جګړه د دوی لپاره یوازې تاوان نه، بلکې یو بازار دی؛ د وسلو، قراردادیانو، سیاسي نفوذ او ستراتېژیک کنټرول وسیله ده.
په همدې لړ کې، هغه هېوادونه چې ځانونه له امنیتي پلوه کمزوري احساسوي، اړ کېږي چې خپلې ملي بودیجې د پراختیايي چارو پر ځای دفاعي سکتور ته واړوي. پیسې چې باید پر زده کړو، روغتیا، بنسټیزو خدماتو او اقتصادي ودې ولګېږي، پر وسلو، پوځ او جګړهییزو تجهیزاتو مصرفېږي. که څه هم دا د ځان ساتنې په نوم ترسره کېږي، خو په اوږدمهال کې د ولس ژوند لا پسې ستونزمن کوي.
د دې وضعیت مستقیمه پایله د بیوزلۍ زیاتوالی دی. کله چې اقتصاد کمزوری شي، کارموندنه راټیټه شي، او دولتونه د خلکو بنسټیزو اړتیاوو ته پاملرنه ونه کړي، بېوزلي، ټولنیزه نابرابري او ناامېدۍ زیاتیږي. مګر دا یوازې د بهرنیو فشارونو پایله نه ده؛ داخلي عوامل هم پکې اساسي رول لري.
ناسمه رهبري، پراخ اداري او مالي فساد، پر وارداتو بېحده تکیه، د کورني تولید کمزورتیا، او د ولس له واقعي اړتیاوو سترګې پټول هغه مهم لاملونه دي چې د ټولنې ملا ماتوې. کله چې واکمن د ولس پر ځای د خپلو شخصي، ګوندي یا بهرنیو ګټو استازیتوب وکړي، پرمختګ درېږي او حکومتونه د وخت غوښتنو ته پاتې کېږي.
همدا علت دی چې نن ورځ ډېری حکومتونه د پرمختګ پر ځای د شمشتي په مزل روان دي. حرکت شته، خو ډېر ورو؛ پلانونه شته، خو بېاغېزې؛ شعارونه ډېر دي، خو عملي بدلون لږ دی. ولسونه روان دي، خو ستړي؛ حکومتونه روان دي، خو بېلارې.
که دا حالت دوام وکړي، راتلونکي کلونه به د اقتصادي ستونزو، اخلاقي، ټولنیزو او سیاسي بحرانونو شاهدان وي. حل لاره یوازې په وسلو او جګړو کې نه ده، بلکې په عادلانه رهبري، شفافه حکومتولۍ، پر ځان بسیا اقتصاد، او د ولس د کرامت او اړتیاوو په درک کولو کې نغښتې ده. که حکومتونه دا حقیقت درک نه کړي، د شمشتي مزل به ورو ورو په بشپړه درېدا بدل شي.