تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د امریکا د باندنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې په د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د امریکا قونسلګري په دایمي ډول بنده کړي.
دا قونسلګري د افغانستان ته د امریکا تر ټولو نژدې ډیپلوماتیک ماموریت و او په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د جګړې تر پیل مخکې، د جګړې پر مهال او وروسته د عملیاتو او لوژستیک یو مهم مرکز بلل کېده.
اسوشیتیدپریس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا د باندنیو چارو وزارت روانه اوونۍ د کانګریس ته خبر ورکړی چې غواړي دا قونسلګري وتړي.
د خبر له مخې، د دې قونسلګرۍ له بندېدا سره به د کال شاوخوا ۷.۵ میلیونه ډالره وسپمول شي.
همداراز ویل شوي چې د دې قونسلګرۍ تړل به په پاکستان کې د امریکا د ملي ګټو د پرمخ وړلو وړتیا ته زیان ونه رسوي.