تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۲۱مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د کابینې ۱۶مه غونډه د ریاستالوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې،په دې غونډه کې د هېواد د اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسلو په اړه بحث او ځینې اړینې پرېکړې وشوې.
د خبرپاڼې له مخې، کابینې په دې غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغان یو کیلي موټرو ګمرکي محصول د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال تر پایه پورې د یو ځانګړي تخفیف سره وغځوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې: «بې اسناد موټرې، چې د “یو کیلي” موټرو په نوم هم پېژندل کیږي، هغه موټرو ته اشاره کوي چې په ناقانونه ډول بازار ته د ګمرکي محصول له ورکولو پرته داخل شوي وي یا د پرزو په بڼه له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوي وي او حکومت نشي کولی له دوی څخه ګمرکي محصول راټول کړي».
باید وویل شي چې یو کیلي موټرې د تېر حکومت پرمهال هم یوه لویه ستونزه وه.
د غونډې په پای کې د اقتصادي چارو لپاره د طالبانو د لومړي وزیر دفتر ته هم دنده وسپارل شوه چې د یو شمېر توکو د واردولو په اړه د اړوندو څانګو او پانګوالو سره غونډې وکړي ترڅو شفافیت، کمیت او کیفیت په پام کې ونیسي.