Homeخبرونهامریکا په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي

امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي

تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۲۱مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي چې، دا د امریکا هغه ډيپلوماټيک ماموریت و، چې ډیورنډ کرښې ته نږدې او پر افغانستان د ۲۰۰۱کال تر برید مخکې د جګړې پرمهال او تر هغې وروسته د لوژستیک مهم مرکز ګڼل کېده.

د سرچینې په راپور کې ویل شوي چې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه څو ورځې وړاندې کانګرس ته استولې.

یاد وزارت ویلي چې، د دې پرېکړې له عملي کېدا سره ۷.۵ مېلیونه ډالره سپمولی شي.

دغه وزارت په استولي لیک کې زیاته کړې چې، د یادې څانګې په تړل کېدو سره به په پاکستان کې د امریکا ګټې زیانمنې نه‌شي.

دغه پرېکړه له تېر یو کال راهیسې له هغه وروسته تر غور لاندې ده، چې د ټرمپ حکومت د خپلو لګښتونو کمولو پرېکړه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د ایران د جګړې سره تړاو نه‌لري او نه هم په پاکستان کې د امریکا پر ډیپلوماټیکو مرکزونو د لاریونونو له کبله ده.

د مالوماتو له مخې تېرکال کې د امریکا د لګښتونو کمولو د پلان په لړکې د دغه وزارت څو زره کارکوونکي له دندو ګوښه شول او د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې نږدې ټول کارکوونکي له دندو ګوښه او دغه اداره په بشپړه توګه منحل شوه.

په پېښور کې د امریکا د کونسلګرۍ تړل د دغه هېواد لومړنی بهرنی ډيپلوماټیک ماموریت دی، چې په بشپړه توګه بندیږي.

په راپور کې ویل شوي، چې په پېښور کې د امریکا کونسلګري ۱۸ امریکايي ډيپلوماټان او ۸۹ ځايي کارکوونکي لري او د یادې کونسلګرۍ په تړلو به شاوخوا ۳ مېلیونه ډالر لګښت راشي.

د رویټرز خبري اژانس  د راپور پر اساس د دغه پېسو تر نیمايي‌ ډېر ۱.۸ مېلیونه ډالر به د هغه زغره‌واله کانټینري دفترونو پر لېږد ولګول شي، چې دوی د لنډمهاله اوسېدو لپاره کارول او پاتې پیسې به د ګاډو، برېښنايي او مخابراتي تجهیزاتو او د دفتر د فرنیچر پر لېږد مصرف شي.

د مالوماتو له مخې دغه ټول وسایل به په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت، کراچۍ، لاهور او نورو څانګو ته ولېږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...