تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۲۱مه) د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد پاتې شوی او له دې لارې یې خپلې ګټې تامین کړې دي.
رندهیر جېسوال نن (پنجشنبه) په یوه خبري غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.
جېسوال زیاته کړې چې، له همدې امله پر ګاونډیو هېوادونو د پاکستان له لوري د ترهګرۍ د تور پورې کولو پر ادعاو هيڅ باور نشي کېدای.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د پاکستان هر ډول کیسې او څرګندونې دا حقیقت نه شي بدلولای.
د هغه په خبره پاکستان تر دې وروسته نور څوک په دې هم نشي تېر ایستلی چې، پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی بلکې په خبره یې خپله د ترهګرۍ ملاتړی دی.
پاکستان بیا تر اوسه دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې، پاکستان وخت ناوخته پر خپلو ګاونډیو هېوادونو تور پورې کوي چې، ترهګرۍ ته یې ځاله ورکړې او ملاتړ یې کوي په داسې حال کې چې، خپله پاکستان کې ترهګريز مرګزونه دي او دوی یې ملاتړ کوي.
تازه د همدې ناسمې پالیسۍ او ادعاوو له امله له افغانستان سره هم په کړکیچ کې دي او له تېرو څو اونیو راهیسې د کابل او اسلام اباد ترمنځ نښتې روانې دي.