Homeخبرونهچین وايي، د هلوځلو په نتیجه کې یې د افغانستان او پاکستان...

چین وايي، د هلوځلو په نتیجه کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا کمه شوې

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) پاکستاني چارواکي وايي، د چین د منځګړیتوب د هڅو په نتیجه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستۍ سختې نښتې کمې شوي دي.

د دوی په وینا، د چین ولسمشر شي جین پینګ هم یو پیغام استولی و چې پکې یې د جګړې د درولو غوښتنه کړې وه.

چارواکي زیاتوي چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې په پاکستان کې د چین سفیر جیانګ زایدونګ د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره ولیدل او د شي جین پینګ پیغام یې وروسپاره.

په همدې حال کې چین ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له دواړو لورو سره په تماس کې دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان او پاکستان له باندنیو چارو وزیرانو، امیرخان متقي او اسحاق ډار سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره سفرونه کوي او هڅه کوي دواړه لوري د خبرو مېز ته بېرته راولي.

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.

افغانستان او پاکستان دواړو ادعا کړې چې یو بل ته یې درانه زیانونه اړولي، خو تر اوسه یې د دې ادعاوو لپاره کره شواهد نه دي وړاندې کړي.

په وروستیو ورځو کې د پاکستان له خوا پر افغانستان د هوايي بریدونو راپورونه نه دي ورکړل شوي او د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې ځمکنۍ جګړه هم کمه شوې، خو کوچنۍ ورځنۍ نښتې لا هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...