غوث جانباز
د ډونالډ ټرمپ حکومت د دې لپاره چې د ۲۰۲۶ کال تر منځمهالو ټاکنو مخکې د پټرولو د بیو زیاتوالی مهار کړي، د انرژۍ له نړیوالې ادارې سره هوکړه کړې چې بازار ته د تېلو لویه اندازه خوشې کړي.
د دې پلان له مخې به شاوخوا ۴۰۰ میلیون بېرله تېل د ستراتیژیکو زېرمو څخه بازار ته راوایستل شي، چې په دې منځ کې به ۱۷۲ میلیون بېرله امریکا برابروي. دا پرېکړه په عملي ډول د امریکا د تېلو ستراتیژیکه زېرمه له ۴۰ سلنې څخه زیاته راکموي.
په عین وخت کې واشنګټن دا هم ارزوي چې د هرمز په تنګي کې سوداګریز نفت وړونکي ټانکرونه د پوځي بېړیو له خوا بدرګه کړي، څو د نفتو د لیږد بهیر باثباته وساتل شي. خو دا ډول سیاست داسې ښکاري لکه د اور لنډمهالی مړ کول، بې له دې چې د اوږدمهاله ستراتیژیکو پایلو په اړه ژور فکر وشي.
د بیو د لنډمهالي ثبات په لټه کې، د ټرلمپ اداره په حقیقت کې ځان په ستونزمن حالت کې اچوي، خپلې ستراتیژیکې زېرمي کمزورې کوي او هغه سرچینې مصرفوي چې کولای یې شول د فشار د یوې اغېزمنې وسیلې په توګه وکارول شي.
په داسې حال کې چې واشنګټن هڅه کوي بازار د اداري او بیړنیو اقداماتو له لارې کنټرول کړي، ایران ورو ورو خپل نفوذ زیاتوي—هم د منځني ختیځ په سیمه کې د یو مهم لوبغاړي په توګه او هم د انرژۍ په نړیوال بازار کې د یوه اغېزمن فکتور په توګه.
که دا بهیر همداسې دوام ومومي، امکان لري چې ایران په تدریجي ډول هم په سیمه کې او هم د انرژۍ په نړیوال بازار کې د یوه اصلي لوبغاړي په توګه راڅرګند شي. په داسې حالت کې به نه د «لوی منځني ختیځ» مفکوره عملي شي او نه به هم د «سولې شورا» په نوم کومه پروژه رامنځته شي.