جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+په دې ورځ د روسیې دوهم څار ووژل شو

په دې ورځ د روسیې دوهم څار ووژل شو

تاند(مارچ ۱۳) له نن څخه 142 کاله پخوا د ۱۸۸۱ کال د مارچ په دیارلسمه د روسیې دوهم څار(تزار)په داسي حال کې چې د سینت پیترزبورګ ښار په یوه واټ کې په شاهي بګۍ کې تېرېدو، د تروریستانو له لوري په لاسي بمونو ووژل شو.

دوو تروریستانو له دوو خواوو د دوهم څار د بګۍ لور ته بمونه واچول.څار د مړینې په وخت ۶۳ کلن وو.

دوهم الکساندر د خپلې پاچهۍ په ۲۶ کلنه موده کې په روسیه کې مهم اصلاحات راوستل چې تر ټولو لوی یې په هیواد کې د رعیتي سیستم پای ته رسېدا وه.

ده چې د کریمیا د ترخې جګړې خاطره په یاد لرله وپتېیله چې د مخکیني پاچا یا څار (لومړي نیکولای) ظالمانه تګلارې پرېږدي.

په هماغه وخت د روسیې نفوس شپېته ملیونه وو چې پنځوس ملیونه یې بزګر ول.درست بزګر رعیت وو ، چې نیمايي یې په دولتي مځکو او نورو د یولکو اربابانو یا اشرافو په مځکو کې سخت کار کاوه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...