پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهخوست کې په ۴۰ میلیونه افغانیو یو لوی پل جوړ شو

خوست کې په ۴۰ میلیونه افغانیو یو لوی پل جوړ شو

تاند:( شنبه، د کب ۱۳)  د خوست سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند مشکوڼه پُل د ٤٠ میلیونو افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دغه پله د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري او نورو چارواکو ګډون کړی و.

د يادې پروژې مسوول انجنير محمد حبيب وردګ وویل، چې د مشکوڼه پُل ٦٠ متره اوږدوالی او ١٠ متره سور لري، چې له دې جملې څخه ٧ متره د موټرو او ٣ متره پلې لاره ده.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي وایي، چې ياد پُل د سختو سېلابونو له امله ويجاړ شوی و، چې د سيمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي وو.

د طالب چارواکو په وینا، دغه پُل د ٤٠ ميليونو افغانيو په لګښت د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدين حقاني په مالي مرسته د ٦ مياشتو په موده جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب