چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ملا برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمیسیون ځينې پروژې منظورې کړې

د ملا برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمیسیون ځينې پروژې منظورې کړې

تاند: ( شنبه، د کب ۱۳ مه) ‏د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د دوی د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن ترسره شوه.

د ملا برادر د دفتر په اعلاميه کې راغلي، چې په دې غونډه کې له اجنډا سره سم پر ۳۱ تدارکاتي موضوع‌ګانو چې د بېلابېلو ادارو اړوند وې؛ زېربنا، روغتیا، خوراکي توکو او خدمتونو پروژې پکې شاملې وې، بحث او ارزونه وشوه.

‏د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کابل ښاروالۍ لخوا د کابل ولایت بېلابېلو سیمو کې د سړکونو جوړولو تړونونو د منظورۍ وړاندیزونه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته ېې وړاندې کړل؛ ځینې منظور او د ځینو په اړه ېې اړینې لارښوونې وشوې.

د کمېسیون په دې ناسته کې د فراه ولایت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د جوړولو پروژه د هرات ولایت نور الجهاد سب سټېشن د پاتې برخو د جوړولو پروژه، د کندهار او هرات په هوایي ډګرونو کې د خدماتو وړاندې کولو پروژې، د عدلیې وزارت اړوند د سمسورتیا پروژه، د مالیې وزارت د ۲ قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۲ قلمه البسې د برابرولو او تدارک پروژه او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند په ننګرهار ولایت کې د ساختماني موادو د برابرولو او تدارک پروژه، د کمېسیون په دې غونډه کې له بحث وروسته منظور شوې.

طالبانو د يادو پروژو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب