Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان کې د ایران سوداګریز مرکز پرانیستل شو

افغانستان کې د ایران سوداګریز مرکز پرانیستل شو

تاند: ( شنبه، د کب ۱۳ مه) د ایران د سوداګرۍ د ودې سازمان (TPOI) يوه مشر محمد صادق غني زاده نن په افغانستان کې د دغه هېواد د سوداګرۍ د مرکز د پرانیستلو خبر ورکړ.

هغه وويل، ټاکل شوې چې د ایران یو ۷۰ کسیز سوداګریز پلاوی چې له دولتي او خصوصي سکتورونو څخه جوړ دی، د مارچ په څلورمه د شنبې په ورځ د دغه هېواد د سوداګریز مرکز د پرانیستې په موخه د افغانستان پلازمېنې کابل ته سفر وکړي.

غني زاده وویل، افغانستان د ایران یو له ستراتیژیکو سوداګریزو شریکانو څخه دی چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره اوږدمهاله تاریخي او کلتوري اړیکې او مذهبي او ټولنیز مشترکات هم لري.

هغه زياته کړه، په افغانستان کې د يوه فعال سوداګريز مرکز نشتوالى د افغانستان له جمهوري رياست سره د ايران د اړيکو او په تېره بيا په ګاونډي هېواد کې له وروستيو تحولاتو وروسته له عمده ستونزو څخه دى.

د نوموړي په خبره، نن به څه باندې ۷۰ ایراني سوداګر او اقتصادي فعالان د یوه سوداګریز مرکز د پرانېستې په موخه د یوه سوداګریز پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر وکړي او دغه سوداګریز مرکز به په یو ۱۱ پوړیز سوداګریز برج کې پرانېستل شي.

سرچينه زياتوي، دغه مرکز د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې لري.

نوموړي وويل، چې اوسمهال په دغه مرکز کې له ٣٠ تر ٤٠ سوداګريزو شرکتونو د ثبت چارې پرمخ وړي.

د طالبانو د ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې په افغانستان کې د ايراني پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...