جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کابل حضوري چمن رغول کیږي

د کابل حضوري چمن رغول کیږي

تاند:( شنبه، د کب ۱۳)  د بدني روزنې او سپورت ریاست د کابل د حضوري چمن د ورزشي او تفریحي سیمې د بیارغونې او ابادۍ چارو د ژر پیلېدو خبر ورکوي.

د دغه رياست د پلان او پالیسي د رئیس انجینر حنیف حنيفي په خبره د حضوري چمن د بیارغونې په برخه کې حکومت او خصوصي سکتور د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی، چې دېر ژر به یې د تخریب شویو ځایونو، دروازو او دېوالونو د ترمیم، سرسبزۍ او اوبو  رسولو چارې پیل شي.

  حنیفي زیاته کړه: «په لومړي قدم کې د ورزش ریاست ته د حضوري چمن ورزشي او تفریحي سیمي د ځمکې انتقال چاره بشپړه شوه، چې رسما د حکومت له لوري د بدني روزنې او سپورټ ریاست ملکیت وګرځېده،په دویم قدم کې به شته مالي امکاناتو ته په کتو به يې د رغونې کار پيلوو.»

چمن حضوري په کابل کې تر ټولو لوی سپورټي میدان بلل کیږي، چې شاوخوا اتیا جریبه مساحت لري او له لسیزو راهیسې د پوځي پرېډونو، تفریحي پروګرامونو، تمرینونو او د بېلابېلو ورزشي سیالیو لپاره کارول شوی.

دغه ساحه یو ځل په ٢٠٠٩ کال کې د المپيک له ملي کميټې سره د يوې هوکړې له مخې د “عزيزي فاونډېشن او ام ټي ان مخابراتي شرکت په مرسته د دوه ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت بیا ورغول شوه.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دغه ورزشي او تفریحي سیمه د فقر او بې کارۍ له امله د خلکو د کورونو د وسایلو د پلورلو په مرکز بدل او ډېرې برخې یې ویجاړې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب