یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: ټول ګډونه حکومت او د پاکو متخصصینو ګومارلو ته ژمن...

مولوي کبیر: ټول ګډونه حکومت او د پاکو متخصصینو ګومارلو ته ژمن یوو

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴)  د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رافایلا یودیچي او مل پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان په خپله اداره کې د پاکو متخصصینو ګومارلو او ټول ګډونه حکومت جوړولو ته ژمن دي.

د مولوي کبیر دفتر د نیکولسن له قوله لیکلي:(( سره لدې چې زموږ او ستاسو دین جلا دی، خو بیا هم ګڼ مشترکات لرو؛ موږ سیاست او بشري مرستې یو له بل سره نه تړو، بلکې په افغانستان کې به حضور ولرو او مرستې به مو روانې وي.))

   نیکولسن زیاته کړه، موږ غواړو له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړو، اروپايي ټولنه په پوره ژمنتیا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او له دوی سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې طالبان او دوی دواړه باید له صبر او زغم څخه کار واخلي او په خبرو یوې پایلې ته ورسیږي.

اروپایي استازي نیکولسن په دې لیدنه کې طالب لوري ته ویلي، چې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلاء مشورې دې واوري، ځکه په وینا یې، د افغانستان تېر حکومت هم همدې انحصار ونړاوه.

طالبان وایي، چې مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې وویل:(( افغانستان د اروپایي ټولنې نقش ته د قدر په سترګه ګوري او هیله ده تاسې د طالبانو اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دغو اړیکو په لا پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولرئ.))

  مولوي کبیر زیاته کړه، د طالبانو امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط او معیارونه بشپړ کړي نو نړیوال هم باید دوی په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ ورکړي.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د طالبانو امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي په فضا کې دوستي او مثبت تعامل غواړي او هیله لري، چې اروپايي ټولنه دې تعامل ته لاره هواره کړي.

 هغه، له نړیوالو په ځانګړي ډول اروپایې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اساسي بیارغاونه کې فعاله ونډه واخلي.

دغه طالب مقام ویلي:(( د افغانانو د دین او  فرهنګ په چوکاټ کې  د بشر د حقوقو درناوی کېږي او د طالبانو امارت  ټولګډونه حکومت ته ژمن دی، هڅه کوي متخصص او هیواد ته ژمن خلک  نور هم په  حکومت کې ځای کړي)).

هغه زیاته کړه امارت دیني او عصري زدکړه د هر افغان دیني او بشري حق بولي او  پدې برخه کې د نړیوالو بې غرضه مرستې هم غواړي.

مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ډاډ ورکړط، د افغانستان حاکمه اداره هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي، تراوسه هېڅ داسې سند او ثبوت نشته چې له افغانستان څخه دې چاته خطر پېښ شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب