پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+هندي پولیسو د شاهرخ خان کور ته د ننوتلو په تور ۲...

هندي پولیسو د شاهرخ خان کور ته د ننوتلو په تور ۲ تنه نیولي

داوود جبارخیل

د هند په ممبۍ ښار کې پولیسو دوه تنه د بالیووډ د اداکار شاه رخ خان کور ته د بې اجازې ننوتو په تور نیولي او دوسیه یې ثبت کړې ده.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ (د مارچ دوهمه) دوه کسان د شاه رخ خان کور “منت” ته له دیوال څخه وراوښتي چې وروسته د اداکار ساتونکو له خوا ونیول شول.

د یادولو ده چې د شاه رخ خان بنګله د ممبۍ په باندرا سیمه کې ده.
پولیسو له لومړنیو پلټنو وروسته ویلي چې نیول شویو کسانو دوی ته ویلي چې د هند له ګوجرات ایالت څخه ممبۍ ته یوازې د شاه رخ خان د لیدو لپاره راغلي وو.

د ANI د خبر له مخې، د نیول شویو کسانو عمرونه د 20 او 22 کلونو ترمنځ دي او د دوی لپاره د غلا دوسیه درج شوې ده.

د تېر کال په جنورۍ میاشت کې شاه رخ خان هغه مهال د خپل کور امنیت زیات کړ چې کور ته یې د بمي برید ګواښ وشو.

دوه ورځې وړاندې د بالیووډ د مشهورو اداکارانو امیتاب بچن او درمندر کورونه د نامعلومو کسانو له خوا په بمونو الوځول شوي وو.

د هندي رسنیو په وینا، د ناګپور پولیسو ته د یوه نامعلوم کس له خوا زنګ وهل شوی او ویلي یې دي چې د امیتاب بچن او دھرمیندر کورونو ته یې بمونه ایښي دي.

د ګواښونکي له تلیفون وروسته، پولیسو د دواړو لوبغاړو کورونه وپلټل خو هلته یې څه ونه موندل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب