جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد نغمې ناندریزه مرکه؛ مهم ټکي او په اړه یې غبرګونونه

د نغمې ناندریزه مرکه؛ مهم ټکي او په اړه یې غبرګونونه

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴) د افغانستان مشهوره هنرمنده ښاپېرۍ نغمه له یوه یوټیوب چینل سره د وروستۍ مرکې له امله بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

ښاپېرۍ نغمې په دې مرکه کې له بیا- بیا غوښتنې سره، چې ویل یې سیاستواله نه ده او نه غواړي سیاسي خبرې وکړي، د مرکه کوونکي له لوري سیاسي بحثونو ته راکاږل شوه.

نوموړې ته د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر عکس وښودل شو، چې په تبصره کې نغمې ورڅخه په عاجزۍ د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستل کیدو او د ښځو د کار او ژوند د نورو حقونو د اعادې غوښتنه وکړه.

هغې په نرمه ژبه ملا برادر ته په خطاب کې وویل، چې د ملایانو لاس کې انحصار شوی افغانستان د یو وزرې مرغۍ حیثیت لري او الوتلی نه شي.

ښاپېرۍ نغمې له ملا برادر څخه د هنر د درناوي او موسیقۍ ته د اجازې غوښتنه هم لرله.

هغې ته د پخواني قومندان احمد شاه مسعود عکس هم وښودل شو، چې له فرهنګ او ادبیاتو سره د مینې او شعر لیکلو له امله نغمې وستایه او ویې ویل، چې د هغه یو شعر یې هم سندره کړی دی.

ښاپېرۍ نغمه په دې مرکه کې د قومندان مسعود د زوی احمد مسعود په اړه هم وپوښتل شو.

هغې یې په ځواب کې وویل، چې د طالبانو له لوري د اقلیتونو د حقونو نقضیدل تاییدوي، خو له دوی غواړي چې یا په خبرو طالبانو سره خپلې ستونزې حل کړي او یا که جګړه غواړي نو خپله دې هېواد کې وجنګیږي او پردي بچي دې د مرګ خولې ته نه ورکوي.

له ښاپېرۍ نغمې څخه په دغه ناندریزه مرکه کې دا پوښتنه هم وشوه، چې هغه ګواکې متعصبه ده، خو نغمې د دغه تور له ردولو سره وویل، چې پلار یې تاجیک او مور یې د کندهار پښتنه ده.

د نغمې له دغې مرکې څخه وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د احمد مسعود پلویانو د نوموړې د مرکې د یوې برخې له قیچي کولو سره د هغې خلاف توندې نیوکې کړي او په تبعیض او طالب پرستۍ یې تورنه کړې ده.

د نغمې یوشمېر پښتنو مینه والو بیا د نوموړې دا خبره نقد کړې او دروغه ګڼلې، چې د پلار له لوري یې ځان تاجیکه ګڼلې ده.

ښاپېرۍ نغمې دغو توندو تبصرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. موږ خو یو وخت داسی اوریدلی وه چې پلار یې د کندهار فارسي ژبې اومور یې دلغمان ده

  2. any way she is afghan, but multi position,
    in peoples democratic party she was in afghan interior minister, member of party, with mujahidin also naghma married with mujahid.in Hamid karzai&gul aGha shirzay naghma was Kandahar,
    with baYat&dustem was also,,,,,,
    NOW IN EMARAT ISLAMIC NO PLACE FOR NAGHMA,
    BECAUSE IMARAT ISLAMIC WANT FUR CLEAN HONEST SONS OF THIS COUNTRY,
    NAGHMA LOVE MONEY,AND NAGHMA DOES NOT LIKE A PUKHTOONS WOMAN,
    TALIBS ARE REALL HONEST AFGHANS THEY KNOWS BETTER,
    NAGHMA CAN NOT FIND ANY SPOT IN IMARAT ISLAMIC FOR SELF.
    ZENDAH BAAD ISLAMIC IMARAT

  3. اغلې نغمه چی د هرځای او هر قوم او فامیل سره تړاو ولری د تبصری وړ نده بلکه نغمه یوه هوښیاره او په هیواد مینه سندرغاړی ده. په تبعیض او تالب پرستۍ تورنول يی د انصاف او عدالت نه لری خبره ده. د تالبانو نه د نغمی غوښتنی چی نجونو او ښځو ته د تعلیم او تحصیل دروازی خلاصی کی او د کار شرایط ورته اماده کړی د ټولو افغانانو چی د هیواد او ولس په درد دردیږی غو ښتنې دی.

    د نغمی دا خبره چی د بی وزله افغانانو بچی د جګړو په اور کی سوځول ددې هیواد او ولس سره لوی خیانت او جفا ده ددې خبری غمازی کوی چی نغمه د افغانانو د وینی تویولو نه لکه د عام ولس په څیر کرکه لری.

    باید هغه خلک چی په نغمی نیوکی کوی دا په یاد ولری چی د تیرو شلو کلونو د فساد، ملی خیانتونو او د واک انحصار او په افغانستان د نااهله خلکو زور واکی او حکمرانی وه چی افغان ولس يی نن د تالبیزم تور جهالت ته لاس تړلی په لاس ورکړی دی.

    تالبان هم لکه د مخکینیو رژیمونو په څیر همغه تیروتنې تکراروی چی خپله به ددوۍ دزوال سبب وګرځی.
    د اغلې نغمی او نورو ټولو په هیواد مینو افغانانو منندوۍ یو چی د افغانانو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب