سه شنبه, مې 7, 2024
Home+د ژوند په اړه د یوې شتمنې ناروغې تصور

د ژوند په اړه د یوې شتمنې ناروغې تصور

ژباړه او ترتیب: لټون

د فیشن د نړۍ مشهوره طراحه او مولفه کرستو روډریګس مخکې له خپل مرګه په داسې حال کې چې د سرطان په رنځ اخته وه، یوه لڼډه مقاله په دې ډول ولیکله!

  • زه د خپل کور په ګراج کې د نړۍ تر ټولو قیمتي برانډ موټر لرم، خو اوس د معیوبانو په څرڅوکۍ (ولچر) کې ګرځم.
  • زما کور همدا اوس له قیمتی فیشني لباسونو، بوټونو او قیمتي ګاڼو او جنسونو څخه ډګ دی، خو زما بدن اوس د روغتون په یوه ټوټه تیکه (روجایي) باندې پوښل شوی دی.
  • د بانک حساب کې ډیرې زیاتې پیسې لرم خو اوس ترې استفاده نشم کولی.
  • زه لکه ماڼۍ داسې کور لرم چې د یو هوسا او شاهانه ژوند هر سهولت پکې مهیا دهی، خو زه اوس په روغتون کې په یوه چپرګټ کې پرته یمه.
  • مخکې به چې له یو پنځه ستوریز ( ۵ سټارز) هوټل نه ووتلم په بل به ورننوتلم خو اوس په روغتون کې لابراتوار په لابراتوار ګرځم.
  • په زرګونو او لسګونو خلکو ته به مې د هغوی د خاطراتو په یاداښتونو کې لاسلیک کړی وي، خو اوس ډاکتران زما په هره نسخه کې لاسلیک کوي.
  • د خپلو ویښتانو د سینګار او زینت لپاره مې اووه تنه اسینګارګرې ګمارلې وې، خو نن مې په سر ویښتان نشته.
  • په خپله شخصي الوتکه کې به مې چې هر چیرته زړه وغوښتل هلته به مې سفر کاوه،خو نن په روغتون کې دوه نفرو ته ضرورت لرم چې ما ښکته او پورته کړي.
  • د نړۍ د هر ډول خوړو او نعمتونو په موجودیت کې زما په برخه یوازې دوه ګولۍ (ټابلیټ) او یو څو غړپه مالګینې اوبه دي او بس.

دا ارګاه و بارګاه، موټر، الوتکې، ماڼۍ، پیسې، نوم او شهرت، په خلکو کې محبوبیت! اوس یو هم ماته په درد نه خوري او یو هم ماته ارامښت او سکون نه شي راکولی، خوشحالي او ارامښت د نورو انسانانو په خوشحالولو او هوسا کولو کې دی او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب