دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهروسیې کابل سره د څو زیربنایي پروژو د ترسره کولو د تړون...

روسیې کابل سره د څو زیربنایي پروژو د ترسره کولو د تړون خبر تایید کړ

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې څو روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونو د افغانستان له سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره تړونونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې څو بنسټیزې پروژې جوړې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوي او څه باندې یو میلیارد ډالر لګښت لري چې په هرات کې د ډبرو سکرو د حرارتي برېښنا د فابریکې جوړول، د کانونو استخراج او د ګازو د پایپ لاین بیارغونه په کې شامل دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت، د ايراني پانګوالو د يوې ډلې، د پاکستان د کارپوهانو او استازو د يوې ډلې په ګډون د فبرورۍ په پنځمه په کابل کې د لاسليک شوي.

سرچینه وایي، د دغه څلور اړخيز تفاهم ليک له مخې، په افغانستان کې د یو شمیر زیربنایي پروژو د تطبیق په اړه د روسیې د کارګرانو او د روسیې د اقتصادي آپریټر K.I.R. هولډنګ په پام کې لري چې په سمنګانو کې د ۲۰۰ میګاواټو په ظرفیت د ډبرو سکرو د بریښنا فابریکه جوړه کړي.

 مخکې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د یاد شوي تړون خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب