لیکوال: نورکمال ارشاد
لکه څۀ ډول چی پوهېږو، لیکوال تل خپلې ټولنې ته ځیر وي، حالات تر خپل فکر او نظر لاندې ساتي، که ټولنه لۀ علمي فقر سره مخ وي، دی هڅه کوي چې هم خپله څۀ نا څۀ ورکړي او هم وگړي د پوهې او علم پر مسیر تگ ته وهڅوي. که ټولنه لۀ استثمار او استعمار سره مخ وي، ليکوال پۀ خپل ټول قلمي ځواک هڅه کوي چې لۀ دې سرېښینو ډنډونو یې وباسي؛ همدا ډول د پرمختگ، آزادۍ، مینې، ورورولۍ، ټولنیزو اړیکو، لۀ بې وزلو سره د مرستې او لاسنیوي، او پۀ ټوله کې انسان ته د ټولو آرمیو غوښتونکی او ستر مبلغ همدا لیکوال دی.
په نړۍ کې لوی، لوی بدلونونه شاعرانو او لیکوالانو راوړي دي، لوی انقلابونه یې رهبري کړي. د فرانسې انقلاب ته د ویکتور هوگو او ولټر غوندې لیکوالانو خلک اماده کړل. ويل کېږي چې د هوگو یو اثر «کوچنی ناپېليون» د ماهي پۀ خېټه کې فرانسې ته ولېږدول شو، ځکه هوگو تبعید کړل شوی و او د دۀ پۀ فکر او قلم کلک بندیزونه لگېدلي وو، کله چې دا اثر فرانسې ته ولېږدول شو، نو یو شور او غوغا یې جوړه کړه، همدا ډول د افغانستان معاصر تاریخ ولولئ، زموږ د لیکوالانو لۀ کارنامو به خبر شئ، پوی به شئ چې د وخت نظامونو له لیکوالانو دومره وېره لرله چې که به یې قلم اوچت کړ، د توپ خولې ته یې تړل.
دا خو پۀ عمومي ډول د لیکوال او د ده د تولید پر اهمیت تم شوو، خو د اوسني جهان غوښتنې یو څۀ ډېرې بدلې شوې دي، کچېرې لۀ احساساتي چلنده تیر شو، پۀ زغرده ویلی شو چې لیکوالي باید د نورو مسلکونو غوندې لیکوال ته هم معنویات ورکړي او هم مادیات.
را ځو د اوسني دور پښتنو لیکوالانو ته او د دوی پر حالت غږېږو.
د دې وطن لیکوالان خصوصا د پښتو ژبې لیکوالان یې تر ټولو ډېره ځپل شوې طبقه ده چې د زړۀ لۀ وینو یې قلم ډک کړ، د حقیقت رسولو هڅه یې پۀ پوره جرأت او مېړانه وکړه، زیان یې ولید، وطنوال ته یې لیکل وکړل، خو کتابونه یې پۀ کتابتونونو کې وراستۀ شول.
اکثریت لوستې طبقه پۀ ذوقي او فکري لحاظ نابالغ دي او لۀ بله طرفه داسې شیان ور تولیدېږي چې د دوی فکرونه او شعورونه لا نور پۀ ځمکه کې ښخوي، نو پۀ داسې یوه ټولنه کې به، چې تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونه یې د «مه خانده، وخانده، ولې خاندې» د ټوکو کتابونه وي، یا یو کلیشه، دموضوع پۀ اساس تکراري او بې خونده ناول وي، یا دشعرونو یو داسې کتاب چې اصلا ور ته شعر ویل گناه وي، هلته به د دکتور سید بهاوالدين مجروح «ځانځاني ښامار» یا «د جبر او اختیار دیالکتیک» څۀ مانا ولري؟
بله موضوع د لیکوالانو د اړتېاوو ده، طبیعي ده چې پۀ کومه ټولنه کې بې سواده طبقه پۀ ځلونو تر باسوادو ډېره وي او باسواده یې هم تر اتیا فیصدو فکري او عقلي نابالغ وي، لیکوالي ډېره موثره چاره نۀ ده، او لیکوال پۀ دغسې ټولنه کې یو اضافي او بې گټې انسان دی، بدبختانه، دا مثال زموږ د ټولنې دی، که څۀ هم تر یوې اندازې لۀ هغه پخواني جهل څخه را وتلي وو، خو اوس یو بل جهالت ته ور روان یو.
یوه وېډیو مې لیده، یو مرکه کوونکی لۀ یوې نجلۍ څخه پوښتنه وکړي چې ستا دنده څۀده؟
نجلۍ ور ته وايي چې زۀ لیکواله یم.
سړی ور ته وايي چې لۀ دې لارې دې څومره پیسې گټلې دي؟
نجلۍ ور ته وايي: تر اوسه مې دوه ملیون ډالر گټلي!
زما خولۀ وازه پاتې شوه، د وطن لیکوالان مې سترگو ته ودرېدل، چې لۀ ډېرې بېچارۍ او بې وسۍ یې د خپل کور زړې توشکې او نور وسایل پلورل، یوې گولې ته حیران وو، د ناروغۍ پر بستر یې تر مرگه تکلیف تېر کړ، خو چا یې یوه وړه پوښتنه هم ونۀ کړه او نۀ ور ته یو عمر لیکوالۍ گټه وکړه، د ځنکدن تر وخته یې آن د کفن درک ونۀ شو کولی؛ سمه ده چې زما لیکوالي خلکو ته گټه رسوي، شعور یې لوړوي، ممکن وختونه وروسته زۀ چې پۀ دې جهان کې نۀ یم، خورا ډېر مشهور او محبوب شم، خو داسې لیکوالي څۀ مانا چې زۀ دې پۀ خپل ژوند سوال ته ناست یم او لکه د «هومر» غوندې یې وروسته د یو شخوند ډوډۍ لۀ پاره د نورو خلکو پۀ نوم کړم؟
که وایو چې اوسنی لیکوال مجبور نۀ دی چې د خپلو کتابونو گټې ته کېني، خپلې لیکنې دې د اوسنۍ نړۍ پۀ تول پوره کړي، یا دې د ټیکنالوژۍ لۀ وزرو استفاده وکړي، مثلا سلگونه سایټونه شته، هلته دې لیکنې ولېږي چې خپرې شي، مستقیمه یې گټه دۀ ته ځي. دا مشوره هم درسته ده، خو کار نۀ ورکوي. زۀ به یوه کیسه وکړم، ما خپلې لومړنۍ لیکنې د هېواد یو نامتو برېښنا پاڼې/سایټ ته ولېږلې، ډېر باوري نۀ وم، خو چې یوه ورځ وروسته مې خپله یوه لیکنه ولېده، پۀ زرگونو کسانو لوستې وه، حیران شوم، بله مې ولېږله، تر هغې پخوانۍ لا ډېره لوستل شوې وه، وروسته، وروسته فکر را ته پیدا شو چې د دې لیکنو گټه ماته څۀ ده؟
رښتېا هم ښۀ سوال و، ماته یې فقط گټه دا وه چې لیکنې مې ساتل شوې وې، نور چې هر څومره خلکو لوستې وي، سایټ ته به یې خدای خبر څومره گټه کړې وي، خو زۀ د هغې گټې شریک نۀ وم، که څۀ هم لیکل زما وو او ستړیا هم ما پرې تېره کړې وه.
زۀ یو لیکوال وم او ممکن یم به، خو لۀ همغې ورځې را وروسته مې لۀ دې مسلک سره پخوانۍ کلکې اړیکې پرېښې دي. کله، کله د یوې وړې ازموینې لۀپاره را وگرځم.
زۀ اړتیاوې لرم، او زما د دې نړۍ اړتیاوې خورا ډېرې او سختې دي، چې د پوره کولو لۀپاره یې پۀدې وطن کې لیکوالي کار نۀ ورکوي، اوس د خدايي خدمتگارانو وخت تېر شوی دی، خلک یوې مړۍ پیدا کولو پسې لالهانده دي، همدا یو ستر حقیقت دی.