Homeخبرونهکابل کې د یوې« مافیایي ډلې» د نیولو خبر ورکړل شو

کابل کې د یوې« مافیایي ډلې» د نیولو خبر ورکړل شو

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴) د طالبانو د ادارې د استخباراتو عمومي ریاست وايي، چې په کابل کې یې د پیسو لپاره د خلکو د په مرګ ګواښلو« یوه مافیايي ډله» نیولې ده.

دغه ریاست وايي: دوست محمد، صابرالدین او ندا محمد چې د کابل ښار د مېوې د بازار یو له هټیوالو څخه دي د ټلیفون له لارې د تښتونې، وژنې او مرګ ګواښونه کول او له هغو څخه یې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه وکړه.

سرچینه وایي، چې دوی د استخباراتو ادارې له لوري کشف او نیول شوي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې دغې ډلې ځانونه د «بغاوتیانو» په توګه معرفي کول.

طالبان « بغاوتیان» معمولاً داعش او مقاومت ډله بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...