تاند:( شنبه، د کب ۱۳) هندوستان چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) دوره یې مشري په غاړه لري، په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید او قاچاق دوام د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره یوه جدي ستونزه ګڼي.
د روسیې اسپوتنیک خبري اژانس وایي، ټاکل شوې په راتلونکو څو میاشتو کې د هند په کوربه توب د شانګهای سازمان دغه ځانګړې غونډه د روسیې، چین، هند، منځنۍ اسیا هېوادونو، ایران او پاکستان په ګډون جوړه او افغانستان کې د نیشه یي توکیو د کښت او کاروبار خطرونه پکې وارزول شي.
هندي چارواکو انډیا ټریبیون ته ویلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید او قاچاق زیاتوالی د دې غونډې یوه له مهمو موضوعاتو څخه ده، ځکه په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته د نشه یي توکو قاچاق زیات شوی دی.
د هند یوه امنیتي چارواکي دې ورځپاڼې ته ویلي دي چې له افغانستان څخه په قاچاقي ډول زیاتره مخدره مواد د پاکستان له خاورې څخه د کښتیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله د هند سرحدي سیمو او د اوبو بندرونو ته قاچاق کیږي او په ځینو مواردو کې هند ته د قاچاق شویو مخدره موادو پیسې په کشمیر کې د هندوستان خلاف وسله والو ډلو ته ورکول کیږي.
د طالبانو اداره بیا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، تولید او قاچاق د دوام خبره ردوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چې دوی د هر ډول نیشه یي توکیو کښت او قاچاق ختم کړی او په دې اړه اندیښنې ناسمې دي.