Homeخبرونههرات کې عملیات؛ د ۶ داعشیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شو

هرات کې عملیات؛ د ۶ داعشیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شو

تاند:( شنبه، د کب ۱۳)  په هرات کې د طالبانو د عملیاتو پر مهال تېره شپه ۶ تنه داعشیان وژل شوي دي.

د هرات لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویلي، چې دغه کسان د هرات ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې په یوه کور کې وژل شوي او یوه ښځه هم په وژل شویو کې شامله ده.

 طالبانو د دغو عملیاتو او جګړې په اړه نور څه نه دي ویلي.

ځایي خلک وایي، چې د عملیاتو پر مهال داعش ډلې څو ساعته مقاومت کړی، خو نه پوهیږي چې طالبانو ته څومره مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې، په افغانستان کې د داعش ډلې د پراختیا په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...