سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهط ته د ټام ویسټ ځواب؛ د اړیکو د عادي کیدو خنډ...

ط ته د ټام ویسټ ځواب؛ د اړیکو د عادي کیدو خنډ موږ نه، تاسې خپله یاست

تاند:( شنبه، د کب ۱۳)  د افغانستان لپاره د امریکا متحده  ایالاتو ځانګړي استازي د طالبانو د ادارې هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې امریکا له نړیوالې ټولنې سره د دوی د تعامل پر وړاندې خنډ شوي دي.

  ویسټ وايي، تر هغه چې کابل د ځینو مسایلو په اړه جدي پرېکړې ونه‎کړي، د ملګرو ملتونو او امریکا په ګډون ډېری هېوادونه طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په څېر پر مسلو خبرې نه‎شي کولای.

هغه زیاته کړه: “موږ نړۍ سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د طالبانو د پام وړ ګامونه نه دي لیدلي..”

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایی، له خپلو ټولو اندېښنو سره واشنګټن غواړی له کابل سره اړیکې ټینګې کړي.

هغه له طالبانو سره د خپلو مخکینیو لیدنو په دوام د نورو لیدنو خبر هم ورکړ، خو ورڅخه یې وغوښتل چې د عملي تعامل لپاره باید طالبان د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کیږدي.

 د ویسټ څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد او یو شمېر طالب چارواکو امریکا له طالبانو سره د نړیوال تعامل په خنډ کیدو تورنه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب