Homeخبرونهایټالیا ته نژدې د ډوبې شوې بیړۍ په قربانیانو کې ۳۲ تنه...

ایټالیا ته نژدې د ډوبې شوې بیړۍ په قربانیانو کې ۳۲ تنه افغانان دي

تاند (شنبه، د حوت ۱۳مه) په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د ایټالیا سواحلو ته نژدې د کډوالو د ډوبې شوې بیړۍ په قربانیانو کې ۳۲ تنه یې افغانان وو.

د روان حوت په اتمه د پناه غوښتونکو بیړۍ د ایټالیا د جنوبي ښار کرتون ساحل ته نژدې ډوبه شوه.

په روم کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د ۳۲ افغانانو د مړینې د تاییدولو ترڅنګ ویلي چې یو شمېر نور افغانان په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.

اوس ۵ تنه لا هم په روغتون کې دي او ۷۲ نور افغانان د کروتون ښار د کډوالو په مرکز کې ساتل کېږي.

د سفارت له خبرپاڼې سره سم، غالباً په بیړۍ کې شاوخوا ۱۸۰ تنه سپاره وو خو تراوسه پورې د ۶۸ تنو مړي موندل شوي دي.

د موندل شویو کسانو مړي د هغوی د کورنیو د غړیو له لوري پېژندل شوي دي. همداراز د قربانیانو خپلوانو اجازه ورکړې چې یو شمېر کسان د پېښې سیمې ته نژدې د کروتون ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر خالداحمد زکریا وویل، د ایټالیا د باندنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې د دې پېښې په اړه پلټنې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...