Homeخبرونهمالدیف کې سیالي؛ افغان والیبالرانو ټول سیالان مات کړل

مالدیف کې سیالي؛ افغان والیبالرانو ټول سیالان مات کړل

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ )  د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په مالدیف هېواد کې د څلورو ملتونو جام سیالیو لړ کې سنګاپور او مالیزیا ته له ماتې ورکولو وروسته په پرلپسې ډول کوربه هېواد مالدیف ته هم ۳ ـ ۰ توپیر سره ماتې ورکړه.

افغان ملي لوبډلې له دغو بریالیتوبونو وروسته وکولای شول چې پایلوبې ته لاره پيدا کړي.

په پام کې ده، چې افغان والیبال ملي لوبډله به په پای لوبه کې له سینګاپور هېواد سره ولوبیږي.

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې او ورزشي څارونکو د ملي لوبډلې دغه بریالیتوبونه ستایلي او مبارکي یې ورته ویلې ده.

افغان لوبغاړي د جمهوري نظام له سقوط وروسته ډېرو ستونزو سره مخامخ او یوه برخه یې هېواد پریښودو ته هم مجبوره شوې ده.

ورزش پوهان په حاکمو شرایطو کې د دوی لاسته راوړنې د قدر وړ بولي او له خلکو د خپلو ورزشکارانو د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...