چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهډاکټر احدي د عوایدو د بېساري زیاتوالي په اړه د حاکمې ډلې...

ډاکټر احدي د عوایدو د بېساري زیاتوالي په اړه د حاکمې ډلې ادعا رد کړه

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ ) د افغانستان د جمهوري نظام یوه مهم اقتصادي مقام ډاکټر انور الحق احدي د طالبانو د رژیم هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د افغانستان عواید یې په بېساري ډول زیات کړي دي.

د طالبانو رژیم له څو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول ادعا لري، چې تېر کال یې شاوخوا سل میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی.

طالب چارواکو دغه عواید د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د عوایدو په پرتله لوړ ګڼلي او دا یې خپله لویه لاسته راوړنه یاده کړې ده.

په جمهوري نظام کې د افغانستان د مالیې، سوداګرۍ او کرنې وزارتونو وزیر ډاکټر انورالحق احدي وایي،چې د جمهوري نظام په وروستي کال د افغانستان عواید تر دوه نیم میلیارده امریکایي ډالرو رسیدلي وو.

د هغه د معلوماتو له مخې، د طالبانو ادعا شوي سل میلیارده افغانۍ که ریښتیا هم ترلاسه شوي وي، شاوخوا یو میلیارد امریکایي ډالر کیږي.

ډاکټر احدي زیاتوي، چې د طالبانو په ادعا شویو دغو عوایدو کې یوه لویه برخه یې د ډبرو سکرو له اړخه وو او تېر کال په نړیواله کچه د دغو سکرو بیه خورا لوړه ختلې وه.

انورالحق احدي باور لري، چې که د طالبانو دغه ادعا کړي عواید ریښتیا وي، د دوی رژیم ته په کتو سره به دا لوړ او د ستاینې وړ عواید وي.

د طالبانو یو شمېر منتقدین دغه رژیم د اقتصادي او تجارتي مسایلو په اړه په کاذبو معلوماتو تورنوي، خو طالب چارواکي دا تورونه نه تاییدوي.

6 COMMENTS

  1. هغه چی دطالبانو خبری رښتیا نبولی هغوی اول باید خپل هویت او صداقت وښیی، دامریکا او غرب پخوانی او اوسنی ځیره خواره به ابدا دطالبانو نیکنامی ونه زغمی. دهغوی خبری پریږدی چی ددوی دشرابو دمجلسو ګرم بانډار جوړ کړی. پوه او مخلص افغانان یی پیژنی.

  2. د ازادی په خوند اوس پوه شو! الهي د دوی سره حساب وکړي يو بوډا غني ته د الله عظیم اجر ورکړي چې مونږ ولس یی دداسې مفسد منافقو حاکمانو حلاص کړو چې هر یو د فرعونی دعوا کړي وه! ډیرو ستونزو سره عادی او بلد شوی وو درک نه کیده لیکن اوس هر څه درک کیږی

  3. طالب خپله د امريکا بچيان دي۔ کرزي او ملا برادر دوواړه په امريکايي طياره کې راکښته شول۔ همدا اوس چې د امريکا ببی خوښه نه وي۔ والله که يوه ورځ هم طالبان وويني۔

  4. سلام
    د ډاکتر لقب هغه چا سره زیبی چې لیاقت او اهلیت یې ولری په نوم ټېپر سره دډاکتر لقب هسې تیر وتنه ده. احدی ،مټکور غنی او زلمی خلیل زادچې هر وخت بډ بډ کوی لکه ګونګی دا دریواړه د نړیوال بانک پخوانی لری اوغړی یې ول چې درېواړو له ولس سره په رڼا ورځ جفا خیانت او په تمامه مانا بیغرتی وکړه.
    انور احدی خو دقدرت تږی وه ولې یې له خبرو اتر و ځان پټ کر نه يې پښتو زده ده او نه دری. ګرګ درلباس ګوسفند
    زاغ زنده باد!

  5. anwar ulhaq ahadeey is a big corrupt,
    AHADEY LOVE POST &MONEY,
    AHADEY CALL MASOOD RA AMIR SAHIB
    THE TIME WHEN AHADEY WAS FINANCE MINISTER,EACH CONTRACTOR MUST PUT ONE AMOUNT DOLLARS IN AHADEY S ACCUNT,AFTER WELL GET CONTRACT,
    TALIBS ARE RIGHT;
    BECAUSE;1- NO CORRUPTION IN TALIBS ADMINISTRATION
    2- ALL TALIBS GETS LESS SALARY
    -3, BUSINESS BECOME BETTER,
    LOOKE TO PUL SUKHTAG IN KABUL BY FUND BECOME RENEW.
    ALL ADDICTIVE GETTING HEALTHY,
    THIS IS SHYME FOR AHADY/KARZAI/ABDULLAH&ASHRAF GHANI
    THANK YOU

  6. یوه مرداره فاحشه دغه خر احدي دی ، دغه هغه فاسد د قدرت وږی انسان دی چې د غلو په منځ کې ، دې مردار خواره هم خپل جیبونه ډک کړل !
    ډاکتر د څه شي دی ؟؟ هغه وخت امریکایانو په بیروټ لیبناڼ کې خپل اجنټان روزل چې غني ، خلیلزاد ، احدي … او نور یې مسالونه دي …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب