پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهمیرانشاه کې زرګونو تنو د افغان ملي بیرغ لاندې د پاکستان خلاف...

میرانشاه کې زرګونو تنو د افغان ملي بیرغ لاندې د پاکستان خلاف غونډه وکړه

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ ) د وزیرستان په مرکز میرانشاه کې زرګونو پښتنو د افغانستان تر ملي بیرغ لاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د پاکستان د پښتون ضدو سیاستونو خلاف پراخه اعتراضیه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي او د پاکستان پارلمان کې د وزیرستان استازي علي وزیر د لر او بر یو افغان شعارونه هم ورکړل، چې په پراخه کچه بدرګه شول.

د غونډې ویناوالو د پښتنو خلاف د پاکستان د پوځ او استخباراتو سیاستونه او لوبې وغندلې او په وزیرستان او نورو پښتنو سیمو کې یې د پاکستان د پوځ د «ډالري جګړو» د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

دوی د دغې جګړې خلاف د ودریدو او د پښتنو سیمو د امن کولو ټينګار وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو پراخو غونډو د پاکستان پوځ او استخبارات سخت وارخطا کړي.

پاکستان خپلو رسنیو ته د دغو غونډو د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي، خو له دې سره زرګونه پښتانه فعالان په ټولنیزو رسنیو کې خپل دا فعالیتونه منعکسوي او له افغان رسنیو یې د پوښښ غوښتنه ګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب