Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ: ط د ټي ټي پي د ځپلو لپاره پاکستان نه...

پاکستاني رسنۍ: ط د ټي ټي پي د ځپلو لپاره پاکستان نه پیسې غوښتي

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ ) د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې له پاکستان څخه د TTP یا تحریک طالبان پاکستان د بې وسلې کولو او له ډیورنډه یې د لیرې کولو په بدل کې پیسې غوښتي دي.

دغې ورځپاڼې ویلي دا خبره د پاکستان مرکزي «اپکس» کمیټې غونډه کې چې د دې هیواد د صدراعظم شهباز شریف په گډون یو شمیر نورو پاکستاني چارواکو هم پکې ګډون کړی و څرگنده شوې ده.

«اکسپرس تریبون» زیاته کړې چې په دې غونډه کې ویل شوي چې طالبانوتر دې مخکې په افغانستان کې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنگ (ETIM) کابو کولو لپاره ورته وړاندیز چین ته هم کړی و.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر د رییس عبدالکریم خرم په ګډون یو شمېر خلکو دغه راپور بې بنسټه ګڼلی او ویلي ګومان نه کوي، چې طالبانو پاکستان نه داسې غوښتنه کړې وي.

د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف په مشرۍ د دغه هېواد د پوځي استخباراتو رییس او یو شمېر نور چارواکي څو ورځې مخکې کابل ته راغلي وو، چې د سفر په ترڅ کې یې د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو امنیتي او دفاعي چارواکو سره ولیدل.

2 COMMENTS

  1. دا هسې چټیات دي طالبان هیڅکله داسې بې پښتو کار نکوي. دا د پاکستان د دفاع وزیر او د ای اس ای مشر کیدی شي غواړي د خپل ملک نه پیسې ووهي. طالبان باید ددې بې بنیاده تور په هکله سپیناوی وکړي.

  2. پاکستان د پدی پوه شی چی دوی اوس له طالب سره مخامخ دی نه د جمهوریت له غلو او ډوزمارانو او وطن خرڅونکو سره. دا طالبان به تاسو ته د سر په کاسه کی اوبه درکی انشالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...