شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد کراچۍ زندان کې د څلورم افغان بندي د مړینې خبر تایید...

د کراچۍ زندان کې د څلورم افغان بندي د مړینې خبر تایید شو

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ ) د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ تایید کړه، چې د دغه ښار په زندان کې څلورم افغان بندي مړ شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له “تاج محمد”، “عبدالخلیل” او “ولي خان” وروسته “فیض محمد” څلورم افغان کډوال دی، چې د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې مړ شوی.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیلې منزه کاکړ ویلي، فیض محمد د فبرورۍ پر ۲۲ مړ شوی، خو د مړینې خبر یې ناوخته اعلان شو.

هغې زیاته کړه چې دغه افغان کډوال د کراچۍ په زندان کې د طبي خدماتو د نشتوالي له امله مړ شوی دی.

کاکړ رسنیو ته وویل: دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

دغه افغان مهاجر چې د ناروغ د ملګري په توګه پاکستان ته تللى و، د پوليسو له خوا ونيول شو او تر مرګه پورې په زندان کې و.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه وکیل ویلي، په سند ایالت کې اکثره بندیان افغانان دي چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي خو د ناروغتیا پر مهال زندان ته استول شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت قونسل سيد عبدالجبار تخاري وويل: “د پاکستان حکومت دې له افغان ناروغانو سره همکاري وکړي او د درملنې اجازه دې ورکړي، د افسوس خبره ده چې افغانان يې په زندانونو کې اچولي او له هغوى سره ظالمانه چلند کوي.” او هغوی په زندان کې مري.”

که څه هم د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د هڅو په پایله کې یې سلګونه بندیان خوشي کړي دي، خو د افغان کډوالو مدافع وکیل منزه کاکړ ادعا کوي چې ډېری بندیان یې د بند موده پوره کړې او بیا خوشې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب