یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهکابل مېشتي سیاسي څېرې د حاکمو چارواکو له نه پاملرنې شکایت لري

کابل مېشتي سیاسي څېرې د حاکمو چارواکو له نه پاملرنې شکایت لري

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ )په کابل کې مېشت د طالبانو یو شمېر ملاتړي سیاسي څېرې دوی ته د طالب چارواکو له نه پاملرنې شکایت کوي.

د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو ارزونو د یوه قضایي پلاوي مشر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي نیږدې کس عبدالشکور دادرس وایي، چې ده د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال، د هغه په ملاتړ له امریکایانو سره د طالبانو د ملاتړ په تور د بګرام زندان د بندیانو په سر ډېرې ناندرۍ وهلي.

د هغه په وینا، له دې سره بیا هم د طالبانو چارواکي پاملرنه نه ورته کوي او په کابل کې په اسانۍ نه ورسره ګوري.

دادرس زیاتوي:(( کله چې کوم وزارت ته ورشوو، راته ویل کیږي، چې مخکې مو مشر ته ټلیفون کړی و؟ موږ وایوو که مو ټلیفوني لاسرسی ورته لرلای، خپله ولې راتلو؟)).

د طالبانو دا پخوانی مدافع وایي، طالب چارواکي د کابل مېشتو سیاسي څېرو په پرتله له بهره ستنیدونکو څېرو سره ښه چلند کوي او هوایي ډګر کې هرکلي ته ورځي.

په کابل کې مېشت د ملي نهضت په نوم د سیاسي جریان مشر سید اسحاق ګیلاني هم، چې په وینا یې د جمهوري نظام پر مهال ډېر طالب بندیان د ده په ضمانت له زندانونو ازادیدل، اوس د طالبانو د رژیم د چارواکو له چلنده ناراضه دی.

هغه وایي د طالبانو له بیا ځلي واکمنیدو وروسته یو ځل د دوی د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په لیدو بریالی شوی، خو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او نورو چارواکو تراوسه د لیدو وخت نه دی ورکړی.

د هغه په وینا، دی له طالبانو واک یا نور څه نه غواړي، خو نه پوهیږي چې ولې طالب مشران ورسره د لیدو وخت نه لري.

سید اسحاق ګیلاني له خپله انده، د دغه کار د دلیل په اړه وایي:(( ښایي زما قواره ورباندې ښه ونه لګیږي، بله خبره به نه وي، چې څوک د چا لیدو ته پينځه دقیقې وخت نه شي ورکولای.))

د طالبانو دا مشهور مدافع پرته له دې چې د نورو کابل مېشتو افغان سیاسي څېرو نومونه واخلي، زیاتوي چې طالب چارواکي له هغوی سره هم ورته چلند کوي.

د ده په وینا، نورو کابل مېشتو سیاسي څېرو هم ورته ویلي، چې طالب چارواکي ورسره لیدنې او مشورې نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژیم چارواکي په پرله پسې ډول له هېواده بهر ته تللي افغان سیاستوال کابل ته ور بولي او ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې د آرامه ژوند زمینه ورته برابروي.

د طالبانو د بیا واکمنیدو په شاوخوا ۱۸ میاشتې موده کې تراوسه دوی د نیږدې ۵ سوه تنو هغو کسانو د هېواد ته ستنیدو خبر ورکړی، چې د جمهوري نظام منسوبین او ځينې یې لوړپوړي چارواکي پاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب