Homeخبرونهمسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو امنيتي غونډه...

مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو امنيتي غونډه وشوه

تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه)‏ ‏‏د‌ روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت شوراګانو مشران د افغانستان په اړه د سلا مشورو لپاره ټول شوي وو.

دا د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو پینځمه غونډه وه.

په نننۍ غونډه کې د طالبانو د ادارې استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

 ایران، هندوستان، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، چین، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان نننۍ غونډې ته خپل استازي استولي وو.

په نننۍ غونډه کې د ايران د ملي امنیت سلاکار خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې له سیمې د باندې هېوادونو مداخله به په دغه هېواد او ټوله سیمه کې د نا امنۍ د پراختيا سبب شي.

د دغې غونډې په اړه نور جزییات نه دي تر لاسه شوي.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وار د مخه ویلي، چې د دوی د استازو له ګډون پرته به د افغانستان په اړه غونډې بې اغېزې وي.

1 COMMENT

  1. دا شغالان خو دچرګو د داړلو لپاره څو واری راټول شویدی مګر ددوی دیاده وتلی چی هغه چرګی ا وچرګان اوس ددوی هیوادونو ته ورتښتیدلی دی اوس افغانستان ددی وطن د اصیلو صاحبانو په لاس کی دی که سل ځله سره راټول شی هیڅ ګټه به ونلری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...